افغانستان

لوګر: د والي ویاند د سختو ټپونو له امله ومړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ د لوګر په محمد اغه کې د والي له وژل شوي مرستیال سره ټپي شوی، د والي ویاند ومړ.

سلیم صالح، چې تېره پنجشنبه د طالبانو په مخامخ برید کې ټپي شوی و، تېره ورځ يې سا ورکړه.

په یاد برید کې د لوګر مرستیال والی قمرالدین شکیب، د محاکمو رییس او اته پولیس ووژل شول.

طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی و، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د مرستیال والي تر څنګ محاکمو د رییس په ګډون د اتو پولیسو د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.

مجاهدد په برید کې د سیلم صالح په ګډون د څلورو تنو د ژوبلېدو خبر هم ورکړی و.

د سلیم صالح جنازه نن په ننګرهار کې په پلرني کلي کې خاوروته وسپارل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zadran

په کومه ګناه یی مړ کړ؟په دا ګناه یی مړ کړ.چه دا دیوال د قران شریف ایات ولی ځړولی،نو په دیوال یی څه شی ځړولی وای؟په دیوال یی بی نظیره،او مشرف ،یا نواز شریف عکس ځړولی وای؟

ګلاب

ځدران ګله ! د هغه د چینکو پیکی ته ګوره او تاسی وایاست په دیواله یی د قران ایتونه ځړولی ، هغه یی د طالبانو له ویری د تصویر سره د قران کوم نوم ایشي ، ایتونه هم نه دی . که هغه د دغو ایتو په ماهیت او معنی پوهیدلی هغه د غلام والی نه ویاند کیدلو ، بله دا چه ډیر یی د یوی دندی سره سره د امریکا او نورو اشغګرو د پاره د جاسوسی دندی ترسره کوی ځکه یی طالبان تعقیبوی. په کار خوا د اوه چه دده په ځآی یی والی یا ورله معاون ټوټه… نور لوستل »

Zadran

ګلاب صاحب.تا لیکلی چه طالیبانو ورته د مرګ سزا ووروله؟نو زما پوښتنه له تا څخه دا ده چه،قاضی یی څوک وه؟وکیل یی چیری وه؟ګناه یی څه وه؟محکمه په کوم ځای کی تر سره شوه.؟څو محکمی یی وشوی؟د دی یوی پوښتنی ځواب هم له تا سره نشته.صرف ګناه یی دا وه چه دولت کی یی کار کاه.راشه ته په دولت کی کار وکړه،او سوچه شریعت قانون جاری کړه.نه ته په دولت کی کار کوی.او نه بل ورته پریږدی.او سوله هم نه کوی امریکایان ته اوږدی مودی لپاره موقع ورکړی چه همدلته واړوی.راشه امریکایانو ته ووایه چه زو جنګ بند وم ،ته… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x