fbpx

تخار: ګڼې زده کوونکې مسمومې شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): د تخار په خواجه بها‌ءالدین کې د ښځينه زده کوونکو د ښوونځي ګڼې زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د تخار د امنیه قومندان ویاند خلیل اسیر وايي، پېښه نن پنجشنبه د درېیمې ناحیې په يوه ښوونځي کې وشوه، چې پکې نږدې ۴۰ تنه زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د هغه په وینا د مسمومو شویو زده کوونکو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سرچینې په قول تر اوسه يې د مسمومېدو دلیل نه دی په ډاګه شوی، خو د دوی څېړنې روانې دي.

تر دې وړاندې په بامیان کې هم نږدې ۳۰ زده کوونکې مسمومې شوې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د