سامسنګ کمپنۍ د A سیریز دوه نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کړل/ انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غویي، ۱۳۹۷ل): له ۲۰۱۸م کال کامیاب پېل وروسته سامسنګ کمپنۍ د A سیریز دوه نوي ځیرک مبایلونه (A6 او A6 plus 2018) نندارې ته وړاندې کړل.

د سویلي کوریا کمپنۍ سامسنګ په ځیرک مبایلونو کې یو شمېر بریاوې ترلاسه کړې، په ځانګړي ډول په S سیریز کې، چې ایس ایټ او ایس ناین یې د استعمالوونکو لخوا ښه وستایل شو، او ورپسې ددغې کمپنۍ A سیریز دی چې A1، A3،  A5، A7 او A8 مخکې وړاندې شوي، چې ټول یې پخپل وخت کې ښه ثابت شوي.

همدغې کمپنۍ اوس د A سیریز دوه نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کړل، چې یو یې ای سیکس او بل ای سیکس پلس دی.

ویل کیږي چې دغه دواړه نوي ځیرک مبایلوبه ایس ناین ته ورته دي، چې د سکرین برخه یې نیږدې ټوله شیشه ده (Bezel Less)، او کامره یې هم عالي ده، همدا ډول دواړه ځیرک مبایلونه د ګوتې کولپ Finger print شا خواته د کامرې لاندې لري.

ګلیکسي ای سیکس ۵.۶ انچه ۱۸:۵:۹ ایچ ډي پل ریشو ۷۲۰-۱۴۸۰ ډیسپلی لري، په دې کې ۱.۶ ګیګا هرټز اوکټا کور پراسیسر ورکړل شوی، همدا ډول ۳ جي بي ریم او ۳۲ جي بي ذخیره او د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري، همدا ډول ۳۰۰۰ ملي امپیره بیټرۍ لري.

له بل اړخه ګلیکسي ای سیکس پلس ۶ انچه ایل اي ډي ۱۰۸۰-۲۲۲۰ ریزولوشن ډیسپلی، ۶۲۵/۱.۸ ګیګا کوالکوم سنیپ ډراګون پراسیسر، ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظه لري، او د میموري کارډ اخیستلو وړتیا ترڅنګ ۳۵۰۰ ملي امپيره بېټرۍ ورکړل شوې ده.

د کامرو په ځانګړنه کې ای سیکس پلس له ای سیکس څخه مخکې دی، ای سیکس پلس شا خوا ته دوه کامرې لري، چې یوه یې ۱۶ میګا پیکسله او دویمه یې ۵ میګا پېکسله ده، چې ۱۶ میګا پېکسله کامره یې F 1.7 آپریچر او دویمه F 1.9 آپریچر جوړه شوې ده، او د سیلفي کامره یې ۲۴ میګا پېکسله ده.

او په ای سیکس کې شاته او مخکې یوه یوه ۱۶-۱۶ میګا پېکسله کامرې لګېدلي دي چېF 1.7 آپریچر په کې شتون لري.

دغه نوي ځیرک مبایلونه به د روانې مۍ میاشتې پای کې په یو شمېر هېوادونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي، چې د ای سیکس بیه یې (۳۰۹) یورو او د ای سیکس پلس بیه یې (۳۵۹) یورو ښودل شوې ده.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.