fbpx
block facebook in Afghanistan

سناتورانو د فېسبوک د بندېدو غوښتنه وکړه

نن ټکی آسیا: افغان سناتورانو له دولته غوښتي چې فیسبوک دې وتړي، ځکه ددغې ټولنیزې وېبپاڼې له لارې په هېواد کې ګډوډۍ رامنځته کیږي.

سناتورانو زیاته کړې تر هغې دې فیسبوک وتړل شي تر څو د ولسمشریزو ټاکنو ورستۍ پایلې نه وي اعلان شوي.

دا مهال چې د ټاکنو پایلې لا نه دي اعلان شوي، ډاکتر عبدالله د رایو د شمېرلو
بهیر د درولو غوښتنه کړې، یو شمېر فیسبوکیان په فیسبوک کې قومي، سمتي او ژبني تعصبونه راپاروي.

د چارو کارپوه او فعال فیسبوکي محمدالله احساس وايي چې «په داسې یوه ټولنه لکه افغانستان کې، چې د جګړیزو حالاتو او نورو لاملونو پکې معلوماتو ته لاسرسی او د پېښو رښتينی پوښښ پېکه دی او د زور او سانسور تر توغ لاندې دی، عام افغانان دې ته لېواله کړي، چې ډېری پر وخت خبرونه، خاطرې او د سترګو لیدلي حالاتو له همدې یوازینۍ لارې نه د سترګو په رپ کې تر نورو ورسوي او همدارنګه په بهر او کور دننه کې د تماس د وسیلې په توګه ترې اخلي؛ نو زما په اند، تر ګټې یې زیانونه زښت زیات دي».

لیکوال او ژورنالست قاري سعید د افغان سناتورانو دغه غوښتنې پلوي کوي او وايي چې «سناتورانو په لومړي ځل ښه خبره کړې ده» د سعید په وینا « رشتیا هم اوسني جریان ته په پام سره وضعیت داسي مهندسي شوی چې پښتانه او فارسي ژبې مخامخ سره دریدلي دي، ملي او قومي احساسات د انسان د طبیعت برخه ده چې هیڅ انسان ترې ځان ژغورلی نه شي شاید په تکلفي تقوا سره ظاهرا ځان ترې خلاص کړی مګر په پټه به ضرور دا وړ احساسات لري همدا لامل دی چې په دې جنجال کې حتی ځیني هغه کسان هم ور دخیل شوي چې پخوا یي دواړه فریقه د یوه خره غوږونه بلل، په دې مابین کې ایراني اوپاکستاني مضرو کړیو د استفادې او داختلافاتو په اور دتیلو پاشلو ته ښه زمینه برابره شوې ده که تاسو یوازې بي بي سي پښتو او فارسي تعقیب کړی شاید ددې نفاق خپرولو درک ښه درمعلوم شي، نو په داسې شرایطو کې چې فیسبوک د همدې نفاق خپرولو تر ټولو مهم سټیج دی که وتړل شي شاید ډیره فایده وکړي نو زما په نظر خو ددې خبر خپرول او حتی الوسع دې موضوع ته هوا ورکول د خیر کار دی».

محمد خوګیاڼي ددولته د سناتوارنو دغه غوښتنه ستايي او په اړه يې وايي چې «فیسبوک افغانانو ته روحي مریضي پیدا کړې، واړه زاړه يې له کاره ویستلي او په یو ستر مشکل کې يې سره اخته کړي، سناتوران دې په دې غوښتنې پسې ټینګ شي، څو د مخابراتو وزرات مجبور شي، فیسبوک بند کړي، که بند شي، ګټې به ډیرې ولري».

افغان سناتوران دغه خبرې له هغې وروسته کوي چې یوناما تېره ورځ له افغانانو وغوښتل چې د ټاکنو په تړاو دې د ټولنیزو رسنیو کې غیرمسئولانه لیکنې، انځورونه او ویډیوګانې نه خپروي.

د یوناما عمومي منشي په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: هر څوک خپله رایه لري او باید چې خپله رایه او خپل نظر تر نورو ورسوي، خو داسې رایې او نظريې چې خلک راپاروي او تشدد خپروي، باید ترې ډډه وشي.

د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د مسؤلینو له ویناوو هم داسې جوتېږي، چې د فیسبوک چورلیټ بندیز ښایې ناشونی او یا ډېر وخت وغواړي، خو د فلټر او تعقیب چارو ته یې ممکن توجه زیاته شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د