fbpx

د نړۍ نوي سلنه خلک چټله هوا تنفس کوي. راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غويي، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړیوال سازمان د هوا چټلتیا راپور خپور کړی چې ددوی په وینا په نړۍ کې نوي سلنه خلک ناپاکه هوا کې تنفس کوي.

دوی زیاتوي چې د چټلې هوا له امله د تنفس، سږو او زړه ناروغۍ اندېښنه ډېره شوې ده، ځکه چې ناپاکه هوا د تنفس پرمهال سږو ته ننوځي، او د زړه ټکان هم اغیزمن کوي، سربېره پر دې یو شمېر نورې ناروغۍ هم رامنځته کوي چې مرګونې پېښیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور سره سم، چې په نړۍ کې هر کال له اوه ملیونو څخه زیات کسان د ناپاکې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

راپور څرګندوي چې د هوا چټلتیا اصلي لامل د فابریکو، کوچنیو موټرو او لاریو لوګی دی، چې له امله یې نړۍ کې له څلور ملیونو څخه زیات کسان ژوند له لاسه ورکوي، همدا ډول د ځنګلونو پرې کول او په ودانیو جوړولو کې له زیاتوالي څخه د ۳.۸ ملیونو څخه زیات کسان مړه کیږي.

تېره ورځ د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې په یوه راپور کې زیاته کړې وه چې د هند هېواد په نړۍ کې تر ټولو زیاته چټله هوا لري، چې له امله یې یو شمېر خلک ژوند له لاسه ورکوي.

ټایمز آف انډیا پخپل راپور کې هغه ښارونه چې هوا یې زیاته چټلتیا لري وړاندې کړي، چې په لومړي سر کې یې ډهلي ښار دی، د زیاتې ناپاکې هوا لرلي ښارونه په لاندې ډول دي:

ډهلي ښار (هند)، قاهره (مصر)، ډهاکه (بنګلدیش)، ممبۍ (هند)، بیجینګ (چین)، شنګایي (چین)، استنبول (ترکیه)، میکسیکو ښار (میکسیکو)، ساو پالو (برازیل) او د ارجینټینا پلازمینه بیونو آیرز شامله ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د