fbpx

سوریه: د روسیې یوه پرمختللې جنګي الوتکه را وغورځېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غويي، ۱۳۹۷ل): د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې ددغه هیواد یوه پرمختللې جنګي الوتکه نن د پنجشنبې په ورځ د سوریې ساحلي ښار «مدینة جبلة» ته نیژدې په سمندر کې را وغورځېده او دواړه پيلوټان یې ووژل شول.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د الوتکې نوعیت «سوخوی ۳۰ ایس ام» وه، په منځني سمندر کې نن د پنجشنبې په ورځ د «الحمیمیم» هوايي ډګر څخه د پورته کېدو پر مهال را وغورځېده او دواړه پیلوټان یې ووژل شول.

وزارت وړاندي ویلي چې الوتکه د دښمن په مرمیو نه ده لګېدلی او نه یې هم اور اخیستی خو د لومړنیو معلوماتو پر اساس کیدای شي د الوتکې په ماشین کې یو مرغه ننوتلی وی.

د سوخوی ۳۰ ایس ایم په نامه دغه الوتکه د روسیې په الوتکو کې تر ټولو نوې او پرمختللې جنګي جیټ الوتکه بلل کیږي، دغې الوتکې لومړۍ رسمي پرواز په کال ۲۰۱۲ کې کړی او اوس مهال په سوریه کې د بمباریو لپاره کارول کیږي.

د الجزیرې د راپور سره سم ددغو دوو پيلوټانو د وژنې وروسته په سوریه کې د روسي ځواکونو د وژل کېدو رسمي شمېر ۸۶ تنو ته پورته شو.

باید وویل شي چې په تیره مارچ میاشت کې هم د روسي ځواکونو یوه الوتکه چې نوعیت یې «انطونوف ۲۶» وو، په حمیمیم هوايي ډګر کې د ښکته کېدو پر مهال وغورځېده چې له امله یې ټوله سپرلي ۳۹ تنه ووژل شول.

په سوریه کې شاوخوا ۳ زره روسي عسکر شتون لري چې اکثره یې د الحمیمیم په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د