افغانستان

طالبانو د پوهنتون د استاذانو د نیولو او خوشې کولو په اړه بشپړ جزئیات خپاره کړل

نن ټکی آسیا: طالبانو د هغو ۳۳ استادانو او محصلینو چې دوه اونۍ له دوه سره بندیان و، د نیولو او خوشې کولو په اړه بشپړ جزئیات خپاره کړي.

د طالبانو په رسمي وېبپاڼه کې ددوی د تعلیم او تربیې د کمیسون لخوا ددغو استادانو د نیولو او خوشې کولو په اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی.

ددوی د تعلیم او تربیې کمیسون په دې اړه ویلي چې د کندهار پوهنتون دغو استادانو او محصلینو په اړه يې موثق راپورونه ترلاسه کړي وو چې په اخلاقي فساد اخته دي، ځینې يې عقیدوي منحرف دي، ځینې نور يې د دولت په ګټه کار کوي، ځینې د کاندیدانو لپاره کمپاین چلوي اوځینې نور يې د ځانګړو سازمانونو چې په يو نه يو ډول د بهرنیو لخواتمويلیږي، غړي دي، د غزني ولایت په اړوند سيمه کې توقيف کړل او لس ورځې يې له ځان سره وساتل.

طالبان زیاتوي چې ددوی خوځښت د تعلیمي ادارو د محصلینو او استادانو څخه جوړ دی، دوی نه غواړي چې استادان او محصلین په هغه ډول ناوړه عملونو کې ککړ وي چې عام خلک یې له کولو ډډه کوي.

طالبانو په وینا دوی يې « … دغه مسلک ته د درناوي په خاطر، د رمضان المبارك د را روانې مياشتې د عظمت او د امارت د مسؤلينو د شفقت له كبله، بالآخره ديوې پاكې اسلامي روحيې د تقويې په خاطر، له هرډول قومي، سمتي، ژبني او نورو توپيرونو پرته ازاد کړي». دوی وايي چې په دې كار كې په دوی هيڅ ډول زور او فشارموجود نه دى او نه هم د کابل دولت لخوا د استادانو او محصلینو په ګټه كوم كوښښ او هڅه ترسره شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې استادانو ددې ژمنه وکړه چې نور به دوی په هيڅ ډول اخلاقي جرم نه کوي، نه به عقیدوي انحراف، که یې وکړه د بدو عواقبو مسئولین به خپله وي.

د تعلیم تربیې راپور کاږي چې « نوموړي کسان په داسې حال کې چې داسلامي امارت څخه منت بار اوله مجاهدینواومسئولینو څخه متأثر ښکاریدل په عزت سره خپلو ځایونو ته واستول شول او د کفري میډیا په منفي تبلیغاتو برغولی کښیښودل شو».

یاده دې وي چې نېول شوي استادان او محصلین بېګا ماخستن له خوشي کېدا سره جوخت ، د طالبانو له لورې په دوو موټرو ، چې په یوه کې یې لس او په بل هغه کې درویشت کسان سپاره ول، رخصت کړل.

ویل کېږي، بندیان د غزني په قره باغ، ګېرو، ناوه، مقر، اندړو او نورو سېمو کې د خلکو په کورونو کې ساتل شوي او له خورا ښه چلند سره مخامخ شوي.

د طالبانو له لورې دغه راپور نن ټکی آسیا ته رالیږل شوی چې د خپلې پالیسۍ له مخې يې کټ مټ نشر ته سپاري:

——————–

دپوهنتون داستاذانود نیولو په هکله،د اسلامي امارت دتعلیم او تر بیې او عالي تحصیلاتو دکمیسون لخوا بشپړ معلومات:

څرنګه چې د ۱۴۳۵ هـ ق كال د شعبان المعظم په لسمه نېټه چې د   ۱۳۹۳ لمريز كال دغبرګولي د مياشتې له ۲۰ مې او د2014   م کال دجون د میاشتې له لسمې نیټې سره یې سمون درلود، د اسلامي امارت سرتیرو مجاهدینو دلاس پوڅي دولت اړوند دکندهار پوهنتون  څه دپاسه دیرش تنه استاذان او محصلین وروسته د مؤثق راپور له ترلاسه کولو چېوایي نوموړي کسان ځېنې  یې په اخلاقي فساد اخته دي، ځينې عقیدوي انحراف لری، ځېنې نور یې د ګوډاګي دولت په ګټه کار کوي، ځینې بیا د امریکایي پلوه کاندیدانو لپاره کمپاین چلوي اوځینې نور يې د ځانګړو سازمانونو چي په يو نه  يو ډول د کفارو له خواتمويلیږي غړي دي، د غزني ولایت په اړوند سيمه کې توقيف کړل اوڅه دپاسه لس ورځي له هغوي سره میلمانه  اوسیدل.

دغه کا ر له یوې خوا مزدور دولت او نړیوالو ته داسلامي امارت د برلاسۍ پیغام  اورول اوله بلې خوا دوی ته دویښتابه سبق او داسلامي امارت دریځ  د روښانولو لپاره ترسره شو.

څرنګه  چې اسلامي امارت په خپله د تعلیمي ادارو د محصلینو او استاذانو جوړ  يو خوځښت دى نو نه غواړي چې استاذان او محصلین په داسې ناوړه عملونو ککړ  وي چې عام خلک یې له کولو ډده کوي،د دغوراپورونو د سپیناوی او بیا د دوی د پوهولواو تنبیه کولو لپاره د نوموړي مودې تیرولو وروسته  د اسلامی امارت د تعلیم اوتربيې اوعالي تحصيلاتو کمیسیون  په خواخوږۍ او پیرزوینه نوموړي کسان په داسې حال کې چې د نوموړي کمیسیون درې کسیز پلاوي لخوا لاندينۍ سپارښتنې ورته واورول شوې  په درناوي رخصت شول.

 هغوی ته وویل شول :

موږ او تاسود اسلامی ورورولۍ، افغانيت،  علمي او تعليمي مسلک په لحاظ سره شریک  یو، عالي تحصیلات  هم د موجوده شرائطو په پام كې نيولو سره د اسلامي امارت د تعليم او تربیې كميسيون اړوند ګڼل كيږي،  د پوهنې  موخه په اسلامي ټولنه كې د سوچه اسلامي عقيدې، لوړو اخلاقو  او آدابو  زده كول او په پايله كې دخپلې ټولنې هر اړخيزه اصلاح ده،  ددې هدف په لاسته راوړلو كې موږ  او تاسو خپل خداى اوخپلې ټولنې او ملت  ته  يو  ډول مسئوليت لرو .

تاسو بايد وپوهيږئ چې اسلامي امارت د كفري نړۍ د تبليغاتو په خلاف هيڅكله هم دغه ادارې نړولي نه دي بلكي تل يې پاللي او وده يې وركړې ده،  دښمن هڅه كوي اسلامي امارت د تعليم او زده كړې مخ  نيونكي وښيي؛ خو ددې په خلاف  موږ تل زیار باسو د ګران هیواد د زامنو د سالمې روزنې او پوهنې لپاره کاروکړو،نو د دغوكفري كړيو د نيمه خوا هڅو په هكله بايد هوښيار ووسو اومخه يې ونيسو .

ستاسو په باب  موږ مستند او مؤثق راپورونه لرو چې ستاسو په مينځ كي  يو شمير تيروتلي كسان  د لاس پوڅې ادارې په ګټه كار كوي،ځينې په امريكايي پوهنتونونو كې دنده تر سره كوي،ځينې په اخلاقي فساد تورن دي،چې دا ټول ستاسي د تعليم سپيڅلي مسلک سره منافي دي، د دې ټولو سره سره د اسلامي امارت د تعليم او تربيې اوعالي تحصيلاتو كميسيون ستاسومسلك ته د درناوي په خاطر د رمضان المبارك د را روانې  مياشتې د عظمت او د امارت د مسؤلينو د شفقت له كبله،  بالآخره په تاسو كې ديوې پاكې اسلامي روحيې د تقويې په خاطر، له هرډول قومي، سمتي،ژبني  او نورو توپيرونو پرته  تاسو ازادوو  په دې كار كې هيڅ  ډول زور او فشارموجود نه دى  او نه هم د لاسپوڅې ادارې لخوا ستاسو په ګټه كوم كوښښ او هڅه ترسره شوې ده.

  له تاسونه  زموږ يوازنۍ هيله داده  چې نور دا ډول كرغيړن  عملونه پریږدئ او هغه وغندئ، خپل مقدس مسلك ته،  د اسلام او جهاد د اصولو په رڼا كې وده وركړئ،  د خپلو اړوند ادارو په سمولواو اصلاح  كې كوښښ وكړئ او تير وتلي كسان اسلام او ښو اخلاقوته را وبولئ، د يهودو او نصاراوو او د هغوی سره تړلو مرموزو سازمانونو د فعاليت مخه ونيسئ، ستاسو اسلامي عقيده او مسلمان ملت په تاسو دا حق لري تر څو په راتلونكي كې د اسلامي عقيدې په بنياد په خپلو علمي هڅو كې د ټولنې لپاره د ستایل شوي خدمت مصدر وګرزئ .

په ياد ولرئ چې د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيې اوعالي تحصيلاتو كميسيون د افغانستان د ټو لو عالي تحصيلاتوله مؤسسو سره په تماس كې دى اوله نږدې څخه يې څاري،  نو موږ له ټولو هغو متعهدو ملګرو اومجاهدينو وروڼوڅخه د زړه له كومي مننه كوو چې تر اوسه يې له موږ سره په دې اړه مرسته كړې اوله الله  جل جلاله څخه ورته د لا نور توفيق غوښتونكي يو .

د پورتنيو سپارښتنو له اوريدلو وروسته دغو استاذانو هر يوه  ټا کل شوي  پلاوي ته وويل :

موږ  داسلامي امارت دهغو مسؤلينو څخه چې موږ  ورسره وخت تير كړى  ددوي له ښې ميلمه پالنې او نيكو اخلاقو څخه مننه كوو،تعهد او ژمنه مو ده چي په راتلونكي كي به داسی  ناوړه عملونه كوم چې د اسلام د سپيڅلي دين له مقرراتو، عقیدې او اخلاقو سره  سمون ونلري تر سره نکړو ، د خپل مسلک څخه دباندې به هیڅکله په هغوسیاسي فعالیتونوکې چې د اسلامي امارت او جهاد پرخلاف  او د  اسلام دښمنو تالي څټو په ګټه وي برخه وانخلو، په ټول توان سره به زیار باسو تر څو د اسلامي اوجهادي عقیدې پر بنیاد د خپلوتعلیمي ادارو اصلاح وکړو  او تر خپله وسه  به د هر هغه کار مخه نيسو چي داسلام خلاف وي   او که موږ په راتلونکيکې بیا د کوم عقیدوي ،او یا اخلاقی جرم مرتکب شوو د عواقبو مسئولیت به یې زموږ  پخپله غاړه  وي . والله علی ما نقول وکیل .

نوموړي کسان په داسې حال کې چې داسلامي امارت څخه منت بار اوله مجاهدینواومسئولینو څخه متأثر ښکاریدل په عزت سره خپلو ځایونو ته واستول شول او د کفري میډیا په منفي تبلیغاتو برغولی کښیښودل شو.

دافغانستان اسلامي امارت

دتعلیم او تر بیې او عالي تحصیلاتو کمیسون

۱۴۳۵/۷/۲۵هـ ق

۱۳۹۳/۴/۱هـ ش ـــ 2014/6/23م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x