له اسامه بن لادن سره زما لومړنی ملاقات

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب)

د ۱۹۹۶ م کال د می په میاشت کې اسامه بن لادن د القاعده تنظیم له ۱۵ مهمو غړیو سره یوځای د سوډان له پلازمینې الخرطوم څخه د سوډاني ولسمشر جنرال عمر البشير په ځانګړې الوتکه کې د هغه له ځانګړې استازې سره یو ځای افغانستان /ننګرهار ولایت ته راغی .

د جهادي ډلو د چارو شنونکی او د شیخ اسامه بن لادن نیږدي ملګری ابو الولید المصري (مصطفی حامد) ( ۱) چې په یاده الوتکه کې له اسامه بن لادن سره یوځای و د دې سفر په اړه داسې وايي:

((افغانستان ته د اسامه بن لادن راتګ د امریکا د متحده ایالاتو او سوډاني حکومت د قبلي تفاهم او موافقې له مخې ترسره شو، او دغه خبره د سوډان د استخباراتو د وخت رئیس قطبي المهدي مونږ ته په واضحو تورو کې وكړه چې افغانستان ته د اسامه بن لادن انتقال د امریکا د دولت، سوډاني حکومت او خپله اسامه بن لادن په ګټه یوه پریکړه ده.))

افغانستان ته د اسامه بن لادن تر راتګ وروسته په سوډان کې د القاعده تنظیم د میشتو غړیو کورنۍ چې مجموعي شمیر یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۰۰ تنو ته رسیدو ټول د دوو سوډانیو الوتکو په وسیله افغانستان ته انتقال او د خالص بابا په فامیلیو د شهید انجنیر محمود په اړوندې یوې ودانۍ کې ځای پرځای شول.

شیخ اسامه بن لادن په داسې مهال کې افغانستان ته راغی چې طالبان د ننګرهار ولایت پولوته رانیږدي شوي وو.

په ننګرهارکې د اسامه بن لادن له ځای پرځای کیدو څه وخت وروسته طالبانو ننګرهار ولایت ترخپلې ولکې لاندې راوست.

دا یو عجیب تصادف و ، اسامه بن لادن چې له سوډان څخه د امریکې د فشار له امله ننګرهار ته راغی ، دلته یې له راتګ سره سمدستي د میشتیدنې ځای طالبانو ونیو.

په پیل کې اسامه بن لادن د طالبانو له غورځنګ سره هیڅ راز تعارف نه درلود او د هغوی په اړه یې یواځې هغه تبلیغات اوریدلي وو کوم چې د طالبانو د مخالفینولخوا د هغوی پرخلاف تبلیغ کیدل.

ځکه نو په پیل کې له نوموړي سره دا اندیښنه وه چې هسي نه طالبان له امریکایانو سره د ده په نیولو کې مرسته وکړي ، خو د طالبانو لخوا د جلال اباد تر نیولو وروسته خالص بابا نوموړي ته د دې ډاډ ورکړ چې طالبان ده ته خطر نه دي.

په ننګرهارکې د اسامه بن لادن د میشتیدني ځای د مرحوم مولوي خالص بابا فامیلي وي چې وروسته د طالبانو د مخالفینو ( مشرقي شورا ) د وسله والو لخوا د نوموړي پرهستوګنځي د برید هڅه وشوه، خو طالبان هغه شنډه کړه.

د ننګرهار ته د طالبانو د رارسیدو په مهال شیخ اسامه بن لادن د تورې بورې غره ته چیرته چې یې د پخواني جهاد په وخت کې مرکزونه لرل ولاړ.

څه موده وروسته بیرته خپل استوګنځي ته راغی او په نجم الجهاد کلي ( خالص بابا فامیلیو) کې یې هستوګنه غوره کړه.

هلته د شهید انجنیر محمود په اړوند ملکیت کې د خپلو ورسره عرب ملګریو چې په هغو کې د ده د مرستیال ابوحفص المصري (کبیر) (۲) ، مصطفی ابو الیزید (۳) او خالد حبیب المصري (۴) کورنې شاملې وي .

لومړی ملاقات.

په ننګرهار کې د شیخ اسامه د میشتدنې پرمهال نوموړی د خالص بابا رحمه الله په توسط له طالب چارواکو سره راشه درشه پیل کړه.

په ۱۹۹۶ کې د طلبانو لخوا د ننګرهار تر نیولو وروسته د طالبانو د سر پرستې شورا مشر مرحوم ملا محمد ربانی چې د پخواني جهاد په وخت کې د هیواد په جنوب غربي حوزه کې د خالص بابا له مشهورو جهادي قومندانانو څخه و، د ننګرهار ولایت مسؤل وټاکل شو.

له شیخ اسامه سره د طالبانو د لومړي نمبر مهم مسؤل ملا محمد رباني لومړنی ملاقات هم د خالص بابا په وسیله ترتیب اوتر سره شو.

تر هغه وروسته شیخ اسامه په ډاډه زړه د طالبانو تر ولکې لاندې خالص بابا په حمایه کې خپل ژوند پیل کړ.

شیخ اسامه چې دا مهال تازه له سوډانه افغانستان ته راغلی و دلته يي هیڅ فعالیت هم نه لیدل کیده، فقط په هماغه محدود ځای کې له خپلو محدود شمیر ملګرو سره اوسیده.

په عین وخت کې یو شمیر نور عرب مجاهدین چې تر طالبانو وړاندې په متفرق ډول په افغانستان کې د تنظیمي چارواکو تر حمایت لاندې اوسیدل د هغوی ډیری شمیر هم په ننګرهار کې وو او ټولو په جلاجلا ډول د ننګرهار له نویو چارواکو ( طالبانو) سره خپلې اړیکې ټینګې کړې وي.

د دغو عرب مجاهدینو په منځ کې تر ټولو مشهور شخص ابوخباب المصري،(۵) ابن الشیخ اللیبی (۶) او ابو علي التونسي (۷) و چې دریواړو د ننګرهار په درونټه سیمه کې د پوځي روزنې خاص مرکزونه لرل.

ننګرهار ته د طالبانو له رارسیدو سره ابو خباب المصري د حزب اسلامي له سله والو سره لومړی کابل او د کابل تر نیولو وروسته له هغوی سره یوځای بغلان ته ولاړی.

بغلان ته د تګ په مهال همدغو وسله والو پیسي او د کور زیورات او قیمتي اجناس ټول تري لوټلي او دی یې له خپلو دریو وړو ماشومانو او فامیل سره همداسې خالي لاس د لارې په سر پري ایښی و.

نوموړي څو سختې شپې ورځې په بغلان کې د بشیر بغلاني په کور کې تیرې کړې وروسته چې کله ډاډه شو چې طالبان ور سره کوم مشکل نه لري بیرته ننګرهار ته راغی او د خپل مرکز په څنګ کې میشت شو.

دا چې په ننګرهار کې زمونږ د کار ساحه د درونټې سیمه وه ، نو همدا دری واړه ابوخباب المصري ، ابن الشیخ او ابوعلي تونسي به مو د کارمحل ته ډیر راتلل.

یوه ورځ چې غالبا د پنجشنبي ورځ وه ابو خباب المصري له ابوحفص المصري سره یوځای زمونږ د کار محل ته راغلل او له هغه سره مو د شیخ اسامه د لیدو لپاره موعد وټاکو.

دا دقیقا د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کیدو یوه میاشت وروسته وه.

دا مهال طالبانو په افغانستان کې د اسامه موجودیت منلی او د هغه موجودیت یې د خپلې واکمني نه بلکې د پخوانيو تنظیمي چارواکو د وخت یو محصول ګڼلی و چې په ننګرهار او کابل باندې د دوي تر ولکې وړاندې په افغانستان کې میشت و.

د اسامه لپاره د طالبانو نوی اعلان د هغې ورځې تر ټولو جالب او زیری ورکوونکی خبرو.

زه د خپلو دووتنو نورو ملګرو په ملتیا د جمعې تر لمانځه وړا ندې د شیخ اسامه بن لادن هستوګنځي ته ورغلو.
د هغې ورځې د جمعې د لمانځه خطبه او امامت د خالد حبیب المصري په امامت تر سره شول، چې شیخ اسامه يي ښي اړخ ته په لومړني صف کې ولاړ و.

تر لمانځه ورسته مونږ د شیخ اسامه د ملاقاتونو خونې ته رهبري شوو .

هغه یوه عادي خونه وه چې په همدې ورځ ورکې د غرمي د ډوډۍ تیاری هم هلته نیول شوی و.

شیخ اسامه او د هغه مرستیال ابوحفص المصري دواړه یوځای خونې ته رادننه او له مونږ سره تر روغبړ سمدستي وروسته د ډوډۍ خوړلو پروګرام شروع شو.

ډوډۍ هم ډیره عادي او له هر ډول تشریفاتو خالي ، خو د غوښو او وریجو ورکې ښه پریماني وه.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته شیخ اسامه خپلې خبرې پیل کړي او په سوډان کې د اوسیدو او بیا پرسوډاني چارواکو باندې د امریکايي فشارونو ټول جریانات یې ښه په تفصیل سره بیان کړل.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:

(( سوډاني چارواکو ماته وویل چې ستا له وجې پرمونږ د امریکایانو دومره فشار دی چې زمونږ هیواد او حکومت یې د زغملو هیڅ توان نه لري.

نو مناسبه داده چې ته کوم بل هیواد د ځان د اوسیدلو لپاره خوښ کړي او مونږ به هغه هیواد ته ستا په رسولو کې درسره پوره همکار یو.

شیخ اسامه وویل چې ما سوډاني چارواکو ته وویل چې د الله ځمکه پراخه او حتما به ما ته د خپلې ځمکې پر سر د ژوند تیرولو یو هوسا او آرام ځای رانصیب کړي ، زه په خپله ځم او ستاسي همکاري ته کوم ضرورت نه لرم.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم وویل:

که په سوډان کې جنرال عمر البشیر د امریکايي فشارونو له وجې زما له ملاتړه لاس په سر شو الله تعالی ملابورجان ته دا وس ورکړ چې په سوله ییز ډول د ننګرهار په فتح کولو سره یې مونږ ټولو مهاجرینو ته په ننګرهار کې د ښه آرام او هوسا ژوند ټول امکانات برابر کړل))

وروسته شیخ اسامه له ما څخه د طالبانو د هغه اعلان په اړه معلومات وغوښوتل چې طالبانو د نوموړي په حمایت کې تازه کړی و.

ما هم د طالبانو د حمایتي اعلان په اړه نوموړي ته تفصیلات ورکړل چې نوموړی ډیر زیات ورباندې خوشاله او خپل مرستیال ابوحفص المصري او نورو ملګرو ته یې په دې اړه د ( ومن یتوکل علی الله فهو حسبه) او ( ومن یهاجر في سبیل الله یجد فی الأرض مراغما کثیرة وسعة) لنډ تفسیر وکړ.

هغه ورځ مو له شیخ اسامه سره ملاقات تر مازدیګر پوري وغځیده او په افغانستان کې د پخواني جهاد، د افغانانو بي شمیره قربانیو او د تنظیمي رهبرانو د بي اتفاقي په نتیجه کې د جهادي ثمراتو په تلف کیدو ډیرې اوږدې خبرې وکړې.

د مازدیګر تر لمانځه وړاندې مو لومړی ملاقات پایته ورسیدو او په راتلونکي جمعې کې مو د بل ملاقات په هیله یوله بل سره مخه ښه وکړه.

په دې ملاقات کې لما سره زما موټرچلوونکی طالب انډیوال هم ملګری و ، نوموړی د ډودۍ خوړلو په مهال له شیخ اسامه سره په یوه لوښې شریک و چې ده به بیا هرځای دا خبره په ډیر ویاړ کوله .

نوموړی د ننګرهار ولایت اوسیدونکی ډیر امانت کار او د ښو لوړو اخلاقو څښتن و.

پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته یې د ننګرهار په یوه ګاونډي ولایت کې خپل عادي روزګار پیل کړ ، خو امریکايي استخباراتي چارواکو د محلي استخباراتي چارواکو په وسیله یوځل هغه هم په دې تور نیولی و چې تا له اسامه بن لادن سره څرنګه په یوه لوښې ډوډۍ خوړلې ده ؟

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په پورتنۍ لیکنه کې د ځینو اشخاصو پیژندنه

(۱) ابوالولید المصري په غربي رسنیو کې ورته د القاعده مناظر هم ویل کیږي په ۱۹۷۹ کې افغانستان ته راغلی او د جهاد له مشهور جهادي قومندان مولوي جلال الدین (حقاني) سره د خوست او ګردیز تر فتح پوري پاتي شوی.

نوموړی ډیر مشهور لیکوال او څیړونکی او د اسامه بن لادن له ډیرو نیږدي مشاورینو او مقربینو څخه ګڼل کیږي.

نوموړي د افغانستان د جهاد په اړه لس ګونه کتابونه لیکلي او اوس هم په عرب لیکوالانو کې تر ټولو تکړه او ښه لیکوال ګڼل کیږي.

(۲)- ابوحفص المصري (محمد عاطف) د افغانستان په پخواني جهاد کې د اسامه نیږدي همکار او د القاعده تر تأسیس وروسته په تشکیلاتی برخه کې د اسامه مرستیال او د امریکايي استخباراتو لخوا د ده پر سر هم ۵ میلیون ډالري جائزه تعین شوې وه .

نوموړی د ۲۰۰۱ کال نومبر په ۱۶ د کندهار په چل زینو سیمه کې د امریکايي الوتکو په بمبارکې ووژل شو.

(۳)- مصطفی ابو الیزید (شیخ سعید المصري) د افغانستان د پخواني جهاد یو مشهور مجاهد ، د القاعده تنظیم مالي مسؤل او پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته په افغانستان کې د القاعده عمومي مسؤل چې د۲۰۱۰م د می د میاشتې په ۳۱ نیټه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې قبایلې سیمې کې د امریکايي ډرون په برید کې له خپل فامیل سره یوځای ووژل شو.

(۴)- خالد حبیب ( محمد المصري) د افغانستان د پخواني جهاد مجاهد او پر افغانستان تر امریکايي برید وروسته په افغانستان کې د القاعده تنظیم پوځي مسؤل و .

نوموړی د ۲۰۰۸ کال د نومبر په لومړۍ نیټه د ډیورنډ کرښې پورې غاړي وزیرستان په قبائلي سیمه کې د امریکايي ډرون په وسیله ووژل شو.

(۵)- ابو خباب المصري د القاعده تنظیم د کیمایی او تفجیری توکو متخصص او د مشهور عربی مجاهدین لکه خطاب ، شامل باسایف، ابو مصعب الزرقاوي او نور ډیر مهم کسان د ده لخوا روزل شوی.

د نوموي پر سر هم لکه د نورو القاعده چارواکو په څیر ۵ ملیونه امریکايي ډالر جائزه ټاکل شوې خو نوموړی د ۲۰۰۹ کال د فروري د میاشتې په ۲ نیټه په جنوبي وزیرستان کې د امریکايي برید په نتیجه کې ووژل شو.

(۶)- ابن الشیخ اللیبی د القاعده تنظیم د معسکراتو ( غونډونو) عمومي مسؤل او د افغانستان د پخوانی جهاد یو تکړه مجاهد و ، نوموړی د ۲۰۰۱ م کال په نومبر کې له تورې بوړې څخه د ډیورنډ کرښې پوري غاړې ته تر اوښتو وروسته د پاکستاني ځواکونو لخوا ګرفتار او امریکایانو ته وسپارل شو.

ابن الشیخ اللیبي د امریکا، مصر، او لیبیا په زندانونو کې تر اتو کلونو کړونو او شکنجو وروسته د ۲۰۰۹ کال د می د میاشتې په ۱۹ نیټه د لیبیايي استخباراتو د سختو شکنجو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

(۷) ابو علي التونسي د افغانستان په پخواني جهاد کې د شهید عبدالله عزام لخوا د کابل د شمالي سیمو پوځي مسؤل ټاکل شوی او ټول وخت یې په شکردره ولسوالۍ کې له انور ډنګر قومندان سره تیر کړی و.

نوموړی پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته له القاعده تنظیم سره یوځای شو او په ۲۰۰۹ کال کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د باجوړ په قبایلي سیمه کې د امریکايي برید په وسیله له منځه یووړل شو.

تبصرې (8)

  • ثاقب صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی د اسامه رح په اړه مو زمونږ معلومات باندی زیاتوالی وکړو .
    د جهاد په جریان کی مونږ اسامه رح هغسی چه وروسته وپیژندل شو نه پیژندلو ، هله یی یادونه وشوه چه کله عبدالله عظام رح د پشاور د فقیر اباد سیمی ته نزدی د اور ګاړی د پټلی په سر د دوه زامنو او ساتونکو سره چه یو جبیب کی ورته مین کیشودل شوی وو شهید کړی شوی . د خلکو یوه تبصره دا وه چه اسامه د راتګ سره دا کړنه ترسره شوه کیدی شی اسامه د امریکایانو جاسوس وی چه هغه یی شهید او ځآی یی اسامه ونیولو له هغه وروسته بیا زه پاکستان کی نه ووم ، تر هغی چه طالبانو حکومت ونیولو هم شهرت یی نه درلود د سپتمبر پیشی ته نزدی هر څه ګرم شول تانزانیا او کوم بل هیواد کی چاودنی او داسی نوری کړنی ترسره او بلاخره د سپټمیر بيشه رامنځته شوه او د امریکا ټول تبلیغات د القاعدی او اسامه په اړه له معمول زیات ګرم شول په هر صورت له سپټیمبر پیشی وروسته هم مونږ فکر کولو چه اسامه رح به په رشتیا د امریکا جاسوس وو چه عظام ضاحب یی هم شهید کړو او اوس یی د افغانستان د اشغال د باره تری کار واخست . حتی په دی اړه می لیکنی نه مګر ډیری تبصری لیکلی او د اسامه رح او القاعدی د ګروپ څخه یم کرکه لرله .
    د القاعدی د ګروپ د دی تاکتیک سره چه باید د امریکا سره په نړیواله کچه وسله واله مقابله وشی اوس هم موافق نه یم یعنی زما د طلبانو ګرامو د مبارزی تاکتیک تر خوښی هم زیات خوښ دی مګر د اسامه رح چه کله شهید او په ډیر توهین کوم بحر کی وغورځول شو چه هغوی کی هم خطا رسا شته باوری شوم چه نه نه اسامه رح یو ښه مجاهد وو سهوی به یی کړی وی انسان وو مګر د جاسوس نوم ورته اخستل لویه ګناه ده او بالخصوص هغه قیصه چی یی د زوی له خوا خبره شوه چه ګلبدین یی د نیولو هڅه لرله مګر الله ج وساتلو له هغه وروسته زه د اسامه رح په اړه مثبت فکر کوم ښه مجاهد او ښه مسلمان یی ګڼم الله ج دی ورله شهادت قبول کړی او مونږ ټولو مسلمانانو ته دی د هغه په شان توفیق د نیکو کړنو راکړی مننه

    • استاد بیانزی صاحب
      شهید عبدالله عزام له اوسنی شمالي ټلوالې سره ژورې اړیکې لرلې د هغوی تمویل او پالنه یې کوله، په همدې سبب ګلبدین ورسره ناجوړ وو.

      له بلې خوا شهید عبدالله عزام د سنګر پر ځای دعوت تعلیم او استعداد ته اولویت ورکولو او د خودجوشه او له وخته مخکې د خلافت د قیام د شوقیانو جګړییز احساساتو په وړاندې خنډ وو، په همدې تکی ورسره ځوان اسامه چې د نړیوال وسلوال جهاد احساسات یی لرل ورسره ناجوړ وو.

      په ورته وخت کې صلیبیانو (غرب) د شوروي اتحاد له اضمحلال وروسته د داسې بهانو او شرایطو په لټه کې وو چې احیا شوي جهادي حرکتونو ته بهانې جوړې کړي، بدنام یې کړي او په وړاندې یې د اسلامي ملکونو په لاندې کولو سره د ریښه کن کولو اقدام ته لار پرانیزي،،،،، کما نشاهد الیوم،،،،

      نو زما مالومات دا دي چې عبدالله عزام د ګلبدین د اطلاعاتو، پاکستاني ای-اس- ای او امریکایانو په همکاری او شریک پلان سره په شهادت ورسېد،،، او ځوان اسامه ته یې د هغه ډول مبارزې ډګر پرانست چې غربیان یې په لټه کې وو....

      • غوربندی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !
        ستاسی څرګندونی خو ټولی د کاڼی کرښی دی الله ج دی اجرونه درکړی . د بعضی شیانو ارزونه هم ستونزمنه وی ، د مثال به ډول د عراق که د مصر کوم کس وو هم یی د سی ای ای او هم یی د القاعدی او طالبانو سره اړیکی لرلی بلاخره د القاعدی یا طالبانو سره ډیر وفادار پاتی شو او د پکتیا په کومه برخه کی یی د سی ای ای درجن لوړپوړو پاندی خودکشه حمله وکړه او هغوی یی له منځه یووړل شادی داسی نوری ورته به هم تیر ی شوی .
        دا چه ګلبدین عزام صاحب له منځه یووړو او اسامه ته زمینه مساعده شوی کیدی شی ګلیدین هم په دی ډول کړنو کی تخصص درلود مګر په دی نیت به نه وو چه د عزام صاحب په شهاد اسامه رح ته د رهبری زمینه مساده شی . هغه وخت اسامه یا عزام رح د جهاد په راست کی قرار نه درلود خبلی جبهی یی هم لرلی او جهادی رهیرانو سره یی په یو ډول مرستی کولی دا چه ګلبدین د ربانی په کجه د بوتو په هدایت ډیر انقلابی وو او په دی واسطه به یی اسامه رح ته زمینه مساده کړی وی هم امکان لری مګر ډیر کم چانس لری ځکه د اسامه رح انقلابی کیدل له هغه وروسته زیات شول چه سعودی له خبلی خاوری تبعید کړو والله اعلم

  • چه دوه اتیا کاله نور هم ژوندئ یم همدا می شعار دی چه:
    مذهبی- وطنی -انسانی وچ یا لانده یا غوړ یا خواږه یا ترخه احساسات به یوې خواته پرېږدو او باید دا استعداد په ځان کی ژوندئ کو چه د نړیوال استعمار د ژورو او پراخو او پټو شومو او ناولو پلانونو په ماهیت پوه شو په ضمن کی باید د خټو او طلا د تشخیص قدرت هم پیدا کو. تر اوسه لا هغه وخت ندی رارسیدلی چه اسلامی ټولنه یو رښتینی مجاهد رهبر ومومی.

  • د دغه ډول تاریخي خاطرو او مشاهداتو لیکل او خپرول تر ډیره زمونږ د هیواد د ستونزې د بټو اړخونو له را ښکاره کولو سره مرسته کوي .

  • د محترم غوربندی صاحب د فرمودې په تائید؛
    مرحوم عزام صاحب د نړیوال صهیونیزم د دسیسې ښکار شو ځکه هغه له یوې خوا فلسطینئ او له بلی خوا د سازش د پروسې سخت مخالف ؤ، جهادی روحیه ئې دلته په پېښور یا افغان خاوره کی یوه نرمه روحیه وه.
    عزام صاحب غوښتل د فلسطین د مسئلې مینه او شوق د افغان مجاهدینو په رګونو کی هم تزریق کړی چه د بده مرغه ددې ارمان د تحقق څخه بې برخی او د فلسطین د دښمنانو لخوا په ظالمانه توګه ووژل شو چه خدای ج دی هغه د فلسطین د ټولو رښتینو مبارزینو او شهیدانو په ډله کی وشمېری.
    مرحوم ع.عزام د نورو ټولو سلفی او وهابی راغلو ( په حقیقت کی را استول شوو) عربانو سره په هره معنی یو لوی توپیر درلود، هغه په عین وخت کی چه د شوروی د مارکسیزم څخه سخت متنفر ؤ د نړیوال صهیونیزم او د قدس د اشغالګرانو هم سخت دښمن ؤ پداسی حال کی چه نور سلفی را لېږل شوی مجاهدین!!!!!! ټول د نړیوال صهیونیرم مزدوران وه او همدا نن هم ټول سلفی وسله وال د القاعده او داعش په ګډون د سترو استعمارګرانو په لمن او جیب کی تنفس کوی.

  • غوربندی صاحب :
    زما په اند، ټول انسانان یو له بله سره توپیر لری یعنی د شو او بدو کچی یی توپیر لری د ایمان او بی ایمانی کچی یی جلا جلا وی . په ټولو خوشباوری او یا بی باوری ناسمه کاردی یواځی څوک چه باور پری کولای شی هغوی بیغمبران دی پیغمبران معصومیت لری ، که هغوی داسی څوک وی چه بدی کړنی او بده وینا وکړی د الله ج د پیغام راوړو وړتیا هم نه لری. خو د دی معنی هم نه لری چه په نورو به بوره خوش باوره یا بی باوره کیږو الله ج فرمایی تر هغی په مومن مسلمان د خیر فکر کوی ترڅو می تری علنی یا مشهود بده وینا یا بدی کړنی نه وی اوریدلی یا نه وی لیدلی . جاسوس بودن په اسلام کی حرام دی الله ج فرمایی چه تجسس یا جاسوسی مه کوی مګر هغه چه د جهاد په حساسو مواردو کی مو له مشر یا امیر دستور ترلاسه کړی وی .
    د عزام صاحب ، اسامه رح او داسی نورو جهادی رهبرانو په اړه هیواد یا اسلامی نړی کی عین فارمول د تطبیق وړ دی چه د هر چا کړنی او ویناوی د اسلام په ترازو کی اچوو که کومی کړنی یا ویناوی له چا غیر شعوری شوی هغه حساب کی نه راځی لکه یو مجتهد چه فتوی ورکوی او خطا تری وشی . بیا هم نیم اجر تر لاسه کوی .
    هو ، د ګروپ په کچه کله کله د ګروپ غړی د خپل ګروپ څخه دین جوړوی او د اسلام خلاف ځينی کړنی د یو ګروپ په دستور ( سره د دی چه هغه غیر اسلامی وی ) سره د پوهی ترسره کوی ممکن چه په هغه ګروپ د هغوی غړی هم وارزول شی . مثلا د سلفیانو په اړه چه اوله کی تری مونږ خبر شو ډیره خوشبینی مو ورته لرله او یا تر هغو د مخه مو اخوانیانو سره ډیره مینه لرله او بیا مو د هیواد د اسلامی خوځښتو او حتی د بشتو نشنلستی ګوندو سره مو مینه لرله خو وروسته وروسته ټول یا اکثریت معلوم شول چه د ځينو زیاتی کړنی د اسلام سره په تقابل کی وی . الله ج فرمایی تاسی د اسلام په رسی منګولی ولګوی تفرقی مه کوی اسلامی خوځښتونه که یی ګوند سل په سلو کی له اسلامه پیروی نه کوی نه تاییدوم یا د نشنلستی ګوندو په اړه یی هم فرمایلی چه د اهلیت معیار تقوی ده او بس
    زه فکر نه کوم چه عزام مولوی صاحب یا اسامه رح سلفیان وو او که وو د هغه وخت سلفیان ښه خلک وو هغه بدی کړنی چه په دی اواخرو کی یی د سعودی کورنی په ګټه ځینی کړنی ترسره کړی چه د منلو وړ نه وی د همدی امله سلفیان اوس ویشل شوی ځينی یی د سعودی او امریکا سره د اخوانیانو به سر ډیر مخالف دی
    سیاسی مسایل دی ارزونی دی کیدی کله سمی او کله ناسمی هم شی سره شریکوو به یی که زما سمی درته ښکاره شوی ویی منی او که ستاسی سمی راته ښکاره شوی مونږ به یی منو او هغه چه سره نه قانع کیږو مفاهمی به جاری وساتو مګر نه مجادلی .