نړۍ کې نظامي بودجه ۱،۱ سلنه لوړه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): په سويډن کې د ستاکهلم د سولې نړیوال انسټیټوټ وايي په تېر میلادي کال کې د نړۍ په سطحه نظامي بودجه ۱،۱ سلنه لوړه شوې ده.

د دې انسټیټوټ د راپور له مخې په تېر میلادي کال کې د نړۍ نظامي بودجه یو ټریلیون او ۷۳۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده، چې امریکا يې په سر کې ځای لري.

امریکا د تېر کال په اوږدو کې په نظامي لګښت کې ۶۱۰ میلیارده ډالر لګولي دي، چې نړۍ د نظامي بودجې ۳۵سلنه پوره کوي او په دې توګه امریکا د لیست په سر کې راولي.

چین د ۲۲۸ میلیارده ډالرو او عربستان د ۶۹،۴ میلیارده ډالرو په لګښت دویم او درېیم ځای لري.

روسیه بیا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ډېر نظامي لګښت له امله درېیم هېواد بلل کېده، خو په تېر میلادي کال کې يې ۲۰ سلنه نظامي بودجه را ښکته کړې ده.

د دې راپور له مخې له ۱۹۹۹میلادي کال راهیسې نږدې یوه نیمه لسیزه نظامي بودجي نسبتاً ثابتې وي، خو په دې وروستیو کې يې د ډېرېدو هڅې شوې دي.

یاده دې وي امریکا هم مهاله په سوریه، عراق، لیبیا او افغانستان کې جګړه پر مخ وړي، چې د ملګرو په لرلو سربېره يې خپل لګښتونه هم ملا ماتوونکي بلل شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د نظم نوین جهانی ( یهودی نړیوال حکومت ) په تاسسولو ( چه د زمکی شاهنشاهی یا خدای هم ورته ویلی شی )به د نړی نوی دین او نظام دموکراسی وی او ټوله نړی به دوه نړیوال ګوندونه لری چه یو به یی د صهیونیزم په نوم د نړیوال پایتخت ( اسراییلو ) د پاره او بل نړیوال ګوند به د نظم نوین جهانی نړیوال ګوند وی . یعنی ټوله نړی به امریکا ته ورته حکومتی تشکل ولری دوه ګوندونه به وی او ددموکراسی به نوم به یو نړیوال دین او نظام حاکمیت لری او د نړی اوسنی هیوادونه به… نور لوستل »