fbpx

بدخشان کې دواړه خواوې د تلفاتو دعوې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د بدخشان په دریو ولسوالیو کې يې جګړه روانه ساتلې چې له جملې يې د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومنداني او شاوخوا پوستې نیولې او د ولسوالۍ ودانۍ يې محاصره کړې ده.

افغان چارواکي وايي دوی هم په بدخشان کې د خنجر۳ په نامه عملیات پیل کړي چې پکې يې ۱۴ طالبان وژلي او څو نور ټپیان کړي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ قول اردو مسؤلین وايي تېره شپه یې هم له طالبانو سره سخته جګړه کړې ده.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې په کوهستان ولسوالۍ کې د دریو افسرانو په ګډون د ۱۳ عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې اته تنه نور ټپیان دي او نن د ورښت له امله جګړه درېدلې ده.

دا په داسې حال کې دی چې په بل شمالي ولایت بلخ کې عطامحمد نور هم د جګړو کرښې ته تللی او د ګڼو تلفاتو دعوه کوي.

د ولسی جرګې غړې ارین یون وايي هغه په پښتون مېشتو سیمو کې ملکي وګړي او خپل سیاسي رقیبان ځپي، چې په وینا يې د نظامي قواو په موجودیت کې په جګړه کې د هغه مداخلې ته هیڅ اړتیا نشته.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غفران
میلمه
غفران

بدخشان کی چه دواړو اړخونو د بریاوو یا لاسته راوړنو لاپی وهلی اوس نو د هغو لاپی سمی شوی چه ولسوالی یی ونیوله . اوس نو د دی وار رسیږی چه ووایی پاکستان ورسره مرسته کړی ، او د پاکستان سره بیا امریکا مرسته کوی او امریکا د کابل د اداری سره هم لکه د نوی زیږول شوی ماشوم په شان مرسته کوی یعنی ډايبری هم ورله بدلوی ناولتیا یی هم ورپاکوی او د کابل د اداری د دشمنانو سره هم د پاکستان په لاس مرسته کوی ، دا څومره خره امریکا ده چه هم د کوربه او هم د… نور لوستل »