افغانستان

هلمند: سنګین کې جګړه درېیمې ورځې ته ورسېده

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او دولتي امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا اوږده شوې او د سیمې د خلکو په قول نن يې درېیمه ورځ ده، چې لا هم جګړه په شدت سره روانه ده.
د هلمند ولایت له مارجې، نادعلي او ځینو نورو برخو نه هم د امنیتي پېښو خبرونه ورکړل شوي دي، مګر د سنګین د یادې جګړې اړوند تراوسه دولتي مسوولین چوپه خوله دي.

د طالبانو له قوله دوی بېګاه شپه د یادې ولسوالي د جګړې په سیمه کې د بلوزو او کنګ په سیمو کې درې نورې پوستې نيولې دي، چې په دې توګه په یاده اوږده درې ورځنۍ جګړه کې د طالبانو له لوري د نیول شویو پوستو شمېر اوولسو ته ورسید.
رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبانو په یاده جګړه کې د لسګونو دولتي امنیتي ځواکونو د وژلو او ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدوه خبره کړې ده: «په دې جګړه کې ددښمن 25 تنه پولیس او عسکروژل شوي چې اوس هم دجګړې په ډګر پاتي دي اوتر45 زیات نورسخت ژوبل شوي دي اوددښمن ګڼ شمېرمهمات هم غنیمت شوي دي.»
د جګړې په لومړۍ ورځ طالبانو د ۱۲۰۰ متره تونل په کيندلو سره د امنیتي ځواکونو دوه پنډغالي بشپړ ویجاړ کړل او تېره ورځ د بلوزو په سیمو کې مېشتو عسکرو خپله پوسته او ورسره مهمات بې له نښتې د طالبانو په واک کې ورکړل، چې د سیمې د اوسېدونکو په قول یاد عسکر روغ ـ رمټ خپلو کورونو ته ورسېدل.
طالبان وايي: «په دې ټوله جګړه کې تردې مهاله   6 تنه مجاهدین زخمیان شوي او2 تنه نوردشهادت لوړمقام ته رسیدلي.»
دا په داسې حال کې دی، چې د هلمند په څنګلوريو ولایتونو کندهار او زابل کې هم د ګڼ شمېر نښتو خبرونه ورکول کېږي، چې عام وګړي يې خورا په اندېښنه کې دي.
د چارو د شنونکو له نظره د هلمند په سنګین ولسوالي کې د طالبانو پرلپسې مقاومت او هم مهاله د هېواد په نورو برخو کې هم خپل حضور ثابتول دا ښيي، چې دوی د پخوا په پرتله څو برابره منظم او په لا غښتلې روحیه سمبال دي.
د دوی پر اند د طالبانو په وړاندې د دولتي امنیتي ځواکونو د کمزروي یو سبب ښايي دا وي، چې لوړ پوړي دولتي مسوولین د جګړې په اړه هیڅ نه وايي او هغوی ته ځان د بل چا د اهدافو قربانيان ښکاري.
یاده دې وي، چې د هلمند په سنګین دغه جګړه لاهم روانه ده، چې د سیمې د اوسېدونکو له قوله د جګړې په میدان کې د عسکرو لسګونه جسدونه لا تراوسه پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x