بدخشان: کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): د بدخشان ولایت سیمه ایز چارواکي وایی چې د یاد ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز او اړوند دولتي ودانۍ له دوه ورځي سختي محاصرې وروسته نن پنجشنبه د ماښام په وخت ۹ بجي د طالبانو لاس ته ولویده.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالرحمن طلعت ویلي چې ولسوالۍ له دوو ورځو راهیسي د طالبانو تر محاصرې لاندي وه امنیتي سرتیري د وسلو او غذائي مواد له کمښت سره مخ ول، نور اضافي ځواکونه د هغوی مرستي ته ونه رسیدل چې له امله یې ولسوالي سقوط شوه.

دا په بدخشان کې درېیمه ولسوالۍ ده چې د وسلوالو مخالفینو لاس ته لویږي. تر دې وړاندي یې د وردوج او یمګان ولسوالۍ نیولي وي، چې له تیرو څلورو کلونو راهیسي د هغو په ولکه کې دي.

بلخوا وسلوالو طالبانو پر درویو نورو ولسوالیو، تیشکان، راجستان او شهداء باندي هم ورته بریدونه پیل کړي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسي ادامه لري.

په سیمه کې طالب سرچینې هم د کوهستان د نیولو خبر تأییدوي، خو په رسمي ډول یې تراوسه په دې اړه وروستۍ خبره نه ده کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د