۲۰۱۸ «ماډل» دوه مذهبه مجاهدین!

نصیب ځدراڼ

د امریکا د سمندري قواو قوماندان جنرال رابرت نیلر ويلي په افغانستان کې د طالبانو ډله مجاهدین نه دي، بلکې د هغه پر وینا په افغانستان کې اصلي مجاهدین افغان او امریکایي سرتیري دي. د جنرال نیلر بریک دلته نه دی لګېدلی، یو ګېر یې ور بدل کړی او طالبانو ته یې جنایتکاران او مرتد ویلي دي. هغه په پینټاکون کې دا خبرې کړي او له موږه یې دلته لار ورکه کړه، رډې رډې سترګې مو را ووتلې چې خدایه دا کومې زمانې ته پاتې شوو؟ زه دې ته په زړه کې ارمانجن یم چې د یوه عسکر نه مې پوښتنه کړې وی چې تاسې به تل ویل چې طالبان د ګاونډي هېوادونو د ملایانو په فتوی جنګیږي تا ته خو د ډېر لېرې وطن نه فتوی را صادره شوه چې اوس خپل جنګ روا بولې که ناروا؟ دا خو پرېږده د دغې فتوی پر اساس عیسوي بهرني عسکر هم مجاهدین وګرځېدل اوس به له مرګه وروسته د هغوی جنازې کوئ که په تاسې پسې به کاهن (پادري) ولاړ وي او بابو لالې به درپسې غږوي؟

په افغانستان کې مظلوم ترین مخلوق د امنیتي ځواکونو عسکر دي. په ښکاره د ملي اردو، سپېشل فورس، پولیس، کمپاین عسکر او د سرحدي پولیس نومونه ورکړل شوي دي. د ځینو شعار سرحدونه ساتل دي، ځینې د سر مال او ناموس ساتونکي دي، خو په حقیقت کې د بهرنیو د ګټو د خوندي ساتلو لپاره ګمارل شوي دي.

افغان عسکر کله کله نرۍ ګیله وکړي چې وطنوال موږ ته په هغه نظر نه ګوري لکه د نورو هېوادونو عسکرو ته چې د عزت په نګاه کتل کیږي. کله کله ګیله وکړي چې ناحقه موږ سره جګړه کوي، دومره قربانۍ مو ورکړې تر اوسه موږ ته د اجیرانو په نظر ګوري. موږ د دوی سر، مال او ناموس په خاطر قربانۍ ورکوو، خو دوی زموږ په مرګ خوشحال وي، جنازو ته مو ملا نه پیدا کیږي. فاتحو ته مو کلیوال نه راځي او ځینې “هوښیاران” یې هم پیدا کړي چې ورته وایي تاسې په حقه یاست، خو دا خلک د ګاونډي هېوادونو د ملایانو په فتوی غولېدلي دي که نه داسې به یې چېرته کړل!

له رابرټ نیلره مخکې یې یو “هوښیار” یا مفتي سیاف شته چې د اوسنیو وختو په یوه وېډیو کې وایي چې په “اردو” کې یوه شپه پیره کول له دنیا او ما فیها غوره دي، خو دېرش کاله مخکې به چې چا د دولت په سنګر کې شپه تېره کړله نو د سیاف چاړې ته به یې ځان برابر کړ. که ډېر کم عقل به هم پوهیږي چې دین خو نوی نه دی نازل شوی، نو سیاف څنګه د سنګر تعریف دومره بدل کړ چې دېرش کاله مخکې به چې چا په سنګر کې شپه تېره کړله نو مرګ به یې واجب شو او اوس دلته شپه تېرول له ټولې دنیا ورته ښه شو؟ او عجبه خو دا ده چې که نن سلو عسکرو نه پوښتنه وکړې چې سیاف څنګه سړی دی نو نوي سلنه عسکر به کرکه ترې کوي. د علت پوښتنه چې تر وکړې وایي جهاد سره یې خیانت وکړ، خو ځان ته یې نه وي پام، که سیاف خیانت وکړ نو زه څه کوم؟ سیاف چې په کومه اداره کې دی زه د هغې ادارې په دروازه کې ولاړ پیره دار یم.

د خپلو وطنوالو په حیث د افغان عسکرو په درد دردیږم. یوه جنګ ځپلي هېواد کې چې هر دوهم کور له یتیمانو او کونډو ډک دی، موږ نور د زخم ځای نه لرو او نه به پردي زموږ په درد “وخ” او جار راته ووایي. د خپل وطنوال په حیث یوه یادونه ورته کوم چې د تاریخ کتابونه وګورئ، یا مو له مشرانو پوښتنه وکړئ چې یو څوک د زرګونو کیلومترو لرې نه ستا پر هېواد د پوځي یرغل په نتیجه کې حاکم شي هغه یرغلګر بلل کیږي او همکاران یې د خاينانو په نوم یادیږي. څوک چې له یرغلګرو سره یو ځای و وژل شي د هغوی مرګ د خاين مرګ وي. تا ته به خپل مشران وایي چې طالبان د ګاونډي هېوادو په فتوی جنګ کوي خو لږ فکر وکړه د کندوز په مدرسه چې برید وشو که د ګاونډي فتوی نه وی نو طالب به د برید کونکو عسکرو غاړې ته امیلونه ور واچول؟ د فراه په مدرسه بمبار وشو، که د ګاونډي فتوی نه وی نو طالب به د برید ګرو عسکرو په لار کې ګلان شیندل؟ په خوست نادر شاه کوټ کې عسکرو په یوه شپه کې د کور دوه نارینه او درې ښځینه په شهادت ورسولې، سهار خلکو د ښځو جسدونه په داسې حال کې وموندل چې لاسونه یې په خپلو څادرونو ورته تړلي وو!! اوس که د ګاونډي فتوی نه وی نو د کور څښتنو به د خپل ناموس په بدل کې د کمپاین د عسکر د پوځي مرکز مخې ته اتڼ کولو؟

دا مې فقط درې مثالونه درته راوړل چې ستا او ستا د بهرنیو همسنګرو په لاس افغانانو ته درد رسېدلی. افغانان د ګاونډیانو په فتوی نه جنګیږي ستا او ستا د بهرنیو همسنګرو جنایتونه هغوی ته جواز ورکوي چې ستا پر خلاف ټوپک راواخلي، نه بلکې د یوه مسلمان په حیث خپل دین دا درس ورکوي چې که غیر مسلم مو پر دین، وطن او ناموس یرغل دروکړي نو کوم چلن به ورسره کوي، هو خلک سترګې لري تاریخ یې مطالعه کړی پوهیږي چې له یرغلګرو او د اجیرانو سره یې باید په کومه ژبه خبرې وشي.

هسې نه ته اوس و وایې چې نه مو د سیاف منله، نه مو د خانه میر منله، نه مو د ظاهر حقاني منله د رابرټ نیلر فتوی خو ومنئ، نه خداي دي نه کړي چې ته به داسې و وایې، یو نامسلمان فتوی نه ده ورکړې، پر تا یې پسخند وهلی. دی مجاهد، جهاد او مرتد څه پیژني؟ دی به ځان ته د خپل دين یا وطنوالو په نظر ځان ته مجاهد وایي، نو کېدای شي یو چا به ورته ویلي وي چې ته په لېرې هېواد کې د وطن لپاره جنګېږې مجاهد یې خو ته یې څنګه له ځان سره مجاهد کړې؟ ته خو د بهرنیو د پوځي مراکزو په دروازه کې څوکیدار ولاړ یې، د موټرو له مخې نه یې ماینونه صفا کوې، په نورو الفاظو کې، یرغلګر دې د تشناب کاغذ غوندې استعمالوي. نور مو زړه درباندې بديږي. که د غیرتي مرګ مخه نه وینې د خپل ټوپک شپېلۍ پر یرغلګر نه ور وراړوي نو د بې غيرتۍ ژوند هم پرېږده.

نور دغه ډله پرېږده چې ستا پر ژوند او آخرت مسخره کیږي. د محشر ورځ په هر حال راتلونکې ده، د کوم بیرغ لاندي چې په دي دنیا کې ولاړ وي په ورځ د محشر به هم د هغه بیرغ لاندي راپورته کیږي.اوس خو “رابرټ نیلر” “رسماً” خپل همسنګر وبللي،هسې نه د محشر په ورځ د رابرټ نیلر، سیاف، او ټرمپ په صف کې ولاړ وي بیا به د توبې وخت هم تېر وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

ځدران صاحب سلامونه ډیره مننه له دی ارزښتناکه تبصری نه دی په ریښتیا چی اوردو اجیره او غلامه اوردو ده همداسی ټولی امنیتی اداری اجیری اداری دی او دویته یوازی د خبیثی امریکا ګټی ارزښت لری دوی دومره بیغیرته بی ننګه خلک دی چی کفر سره یی لاس یو کړی او مسلمانان وژنی دوی پدی افتخار کوی چی په بیګناه او بیچاره خلکو چاپه واچوی تر څو چی باداریی تری خوشحاله شی دوی د امریکا د خوشحالی دپاره له خپل دین ایمان او ناموس نه هم تیر دی که چیری یو افغان د بل افغان ناموس خپل ناموس ونه ګڼی… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

نصیب ځدران صاحب،لیکنه د یوه طرف ده.جنرال مشرف اولس کاله مخکی طالیبان سره ټول او د جهاد فتوا یی ورکړه،جنرال مشرف او اوسنی د پاکستان فوځ مشر باجوه دواړه احمدی قدیانی دی(منکرین د ختم نبوت)او جنرال نیلر اوس جهاد فتواو رکړه،نو فرق څه شی دی؟فقط د دوی یو مطلب دی ،چه تا په ما مړ کړی او ماپه تا مړکړی.مشرف ،باجوه،جنرال نیلر ټول سره اتحاد دی.صرف ټګی یی ما او تا ته جوړه ده.ایا یو احمدی قدیانی فتوا ورکولی شی؟د طالیبانو په بیرغ باندی هم کلمه ده.او د دولت عسکر په بیرغ هم کمله لیکلی شوی.طالیب چه جنت ته ځی… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

نصیب ځدران صاحب ، محبور یو چه د ځدران سره دی لمړی نوم ( نصیب ) هم یاد کړو چه د نورو تش په نامه ځدرانو سره دی توپیر وشی زما مطلب کمپوتری ځدران چه مستعار نومونه یی ځدران ځانته غوره کړی . اصلا ځدران نه دی . ځدران صاحب که نزدی وی لاسونه او پښی می درته ښکلول الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی لیکنی ګورم ، د خلکو خبره د کاڼی کرشی یا ساده کی ګلداره دی دا ستاسی له حقایقو ډکی جملی می دومره خوښی شی وایم کشکی مونږ ته هم الله ج ستاسی په شان استعداد… نور لوستل »