نړۍ

اسلام اباد کې د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ اخ و ډب کې دېرش تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسيا: د پاکستان عوامي تحريک کاناډا ميشتي مشر ډاکتر طاهر القادري د پاکستاني حکومت پر خلاف مظاهرې او لاريونونه پيل کړي دي.

نن دوشنبه پر ځايي وخت سهار اوو بجې ډاکتر طاهر القادري له لندنه د اسلام اباد پر نړيوال هوايي ډګر کوزيده، خو د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي وو، چې اسلام اباد کې هيچا ته د مظاهرو او لاريونونو اجازه نشته له همدې امله حکومت د طاهر القادري طياره د اسلام اباد پر ځای لاهور کې کښته کړه.

د پاکستان حکومت د سياسي اپوزيسيون د يو شمېر مشرانو په ګډون د طاهر القادري سلګونه پلويان د اسلام اباد هوايي ډګر ته نژدې د خپل مشر د استقبال په تمه وو او هيچا ته اجازه نه ورکول کېده، چې هوايي ډګر ته ورشي.

اسلام اباد هوايي ډګر ته نژدې کورال چوک کې پوليسو پر مظاهره چيانو اوښکې بیوونکی غاز شيندلی دی.
دې پيښه کې د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ اخ و ډب کې د پوليسو په ګډون دېرش کسان ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي، چې ټپيان د اسلام اباى بيلا بيلو روغتونونو ته وړل شوي دي.
د طاهر القادري طياره د اسلام اباد پر ځای لاهور کې کوزه شوه
حکومت د طاهر القادري طياره د اسلام اباد پر ځای لاهور ته ولېږله، مګر طاهر القادري ضد نيولی، چې له طيارې نه کوزيږي.
قادري وايي، چې تر هغو به له طيارې کوز نشي، تر څو د پاکستاني پوځ لوړ پوړی استازی ورته رانشي.
قادري ويره لري، چې کوزيدو سره سمدستي به يې د پاکستان حکومت ونيسي له همدې امله غواړي د پوځ په ضمانت له طيارې کوز شي.
د ډاکتر طاهر القادري په مشرۍ “پاکستان عوامي تحريک” صوفی مشربه مذهبي ګوند دی او پارلمان کې خپل استازی نه لري، مګر غواړي د پاکستاني حکومت پر خلاف مظاهرې او لاريونونه وکړي.
قادري د پاکستاني پوځ نژدې سړی ګڼل کيږي او وايي، چې د حکومت تر نسکوريدو به خپل لاريونونه او مظاهرې جاري ساتي.
تېر کال هم ډاکتر طاهر القادري د هغه وخت د اصف علي زرداري په مشرۍ د پيپلز ګوند د حکومت پر خلاف يو ستر مارچ کړی وو او اعلان يې کړی و، چې د حکومت تر ختميدو به خپل مارچ ختم نه کړي، مګر د يو شمېر سياسي څېرو په منځګړتوب د طاهر القادري او حکومت منځ جوړجاړی وشو او طاهر القادري خپل مارچ ختم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x