
نعتيه غزل
شاعر: عبدالقدوس فاتح
خـاونده په أرمـــان يم له مــــودو د مـدينـې
نور ستـرګې کړه رایخـې په ليــدو د مـدينـې
رانجه چې کړم د سترګو د جانان د قدم خاورې
همـدا رانجه مې خوښ دي له رانجو د مـدينـې
سلام دې وي پر ښکلي خوږ دلبر د مدينې مې
سلام يـې پـه يــارانو مېړنــــــو د مـدينـې
لا دلتــه د جـانـان د تـورو زلفـو وږمـې پاتي
عطـرونه حيـران کړي دي خوشوبـو د مـدينـې
قـربـان شم د حــرم له عارفينـو درويشــــانو
قـربـان لـه ملنګانـــو د کوڅـــــو د مـدينـې
هـر لـور ته يې خپـرې د رڼاګانو پلوشـې دي
جهـان واړه روښـــان دی له ډېوو د مـدينـې
«فاتحه» مدينې مونږ ته د عشق سبق ښودلی
مونږ ويـاړو تل په نـوم او تاريخــو د مـدينـې
پای.