fbpx

مورجانه

فکرمل طالب

ماته مې ګرانه تر هر چا مورجانه
خدایه ژوندۍ لرې زما مورجانه

زه اوس د هېڅ خطر پروا نلرم
راپسې تل کوي دعا مورجانه

دزړه حرم مې خدایه مه نړوې
زه پرې ژوندی یم دامې ساه مورجانه

زما له درد او له زګیرویو راته
ټوله شپه ویښه وه بیګا مورجانه

مامې له مور څخه یوازې مکړې
خدایه جلا مکړې له مامورجانه

د ژوندون لویه سرمایه لرمه
زه لوی شتمن یم زما شته مورجانه

خیر که کافر هم وی خوموردی یی وي
ای خدایه مه اخلی له چامورجانه

د مور له مینې مو بې برخې مکړې
له هر مشکل نه مې ساته مورجانه

نور “فکر مله” د جنت حقدار یم
بس چه یواځې کړم رضا مورجانه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د