fbpx

سلف او د جمعې د ورځي مازدیګری

لیکوال: حافظ سفیان خالد

يو بزرګ فرمایي: ” که چا ته جمعې ورځ بختوره شي، نو ټوله اونۍ به خوښ وي، یا په بله معنی: که چا ته د جمعې په ورځ استقامت نصیب شو، ټوله اونۍ به ثابت قدم پاتي شي”.

مفضل بن فضالة -رحمه الله- به چي کله د جمعې د مازدیګر لمونځ ادا کړ، د مسجد په يو کونج کي به يواځي شو، تر لمر لوېدو به یې دعاوي کولې .
(أخبار القضاة) .

طاووس بن كيسان -رحمه الله- به چي کله د جمعې د ورځي د مازدیګر لمونځ ادا کړ، قبلې ته به یې مخ کړ او تر لمر لوېدو به يې له چا سره خبري نکولې .
(تاريخ واسط) .

يو بزرګ فرمايي : ” د جمعې د ورځي د مازديګر او ماښام په منځ کښي ما داسي دعا نه ده کړې، چي هغه دي زما رب قبوله کړې نه وي ! “.

ابن عساكر -رحمه الله- په خپل كتاب کي ذکر کړي دي:” الصلت بن بسطام په سترګه ړوند شو ، ملګري یې د جمعې په مازدیګر کښېنستل دعا یې ورته کول، تر لمر لوېدو وړاندي عطسه (ترچی) ورته راغلی او سترګه یې بيرته بينا شوه “.
(تاريخ دمشق) .

ابن القيم رحمه الله تعالى فرمايي :
” دغه ساعت د مازدیګر وروستی ساعت دی، چي ټول ملتونه یې تعظيم او درناوی کوي “.
(زاد المعاد ١ / ٣٨٤) .

سعيد بن جبير -رحمه الله- به چي کله د مازدیګر لمونځ ادا کړ، تر لمر لوېدو یې د چا سره خبري نه کولې -یعني په دعا به مشغول وو – .
(زاد المعاد ١ / ٣٨٢) .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
درانی@#
میلمه
درانی@#

سبحان الله په زره پوری مالومات وو مننه