شهزاد محمدي: چې له ویرات کوهلي لوړې شپږیزې وهلی شم کمه ترې ولې وخورم؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی او ښه ویکټ کیپر محمد شهزاد محمدي وایي چې له ویرات کوهلي څخه لوړې شپږیزې وهلی شي نو څه اړتیا ده چې د هغه په شان کمه ډوډۍ وخوري.

محمد شهزاد چې یوه هندي رسنۍ سره مرکه کوله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې نوموړی کولای شي له ویرات کوهلي لوړې شپږیزې ووهي، نو د هغه په څېر سخت ورځني ورزش او ځان فیټ ساتلو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

نوموړی چې له ۹۰ کیلو څخه زیات وزن لري، نه غواړي خپل وزن کم کړي، وایي چې دی اړتیا نه ګوري پخپل خوراک کې کمښت راولي، ځکه چې په دې بدن هم کولای شي ښې لوړې شپږیزې ووهي او هم ښه منډه ووهي.

محمد شهزاد اوسهمال په هند کې د کرېکټ بورډ له خوا په جوړ شوي تربیتي کیمپ کې په تمریناتو بوخت دی، چې د هند په وړاندې د ټیسټ او له هغې وروسته نورو سیالیو کې د ګډون لپاره چمتوالی ونیسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د