افغانستان

بدخشان: د جرم په خونړۍ نښته کې پنځلس عسکر وژل شوي

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي په مربوطاتو کې د طالبانو او دولتي امنیتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښته شوې ده.

دولتي مسوولین وايي، چې دوی یادې سیمې ته د عملیاتو په موخه تللي او نږدې له یو کال راهیسې په یاده سیمه کې د طالبانو په له منځه وړلو بوخت دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې دوی د جرم ولسوالي په دهن آب راغک سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره درنهنښته کړې، چې ګڼ شمېر عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

یاده نښته چې تېره ورځ شپږ بجې رامنځ ته شوه، د شپې تر یوولسو بجو يې دوام وکړ، طالبان وايي چې په پایله کې يې پنځلس تنه عسکر وژلي او درې نور يې ژوندي نیولي دي.

خبرپاڼه کاږي: «…د دښمن ۱۵تنه عسکر قتل او ټپیان شول چې د ۷مړو جسدونه يې تر اوسه د مجاهدينو تر کنټرول لاندې سيمه کې پراته دي، له دې علاوه ۳تنه عسکر ژوندي ونيول شول او ۲ټانګونه په مکمل ډول وسوځول شول.»

په یاده څو ساعته جګړه کې له امنیتي ځواکونو ګڼ مهمات پاتې شوي دي، طالبان وايي: «مجاهدين وايي په جګړه کې يې د دښمن ۳زغروال ټانګونه، ۱رينجر، ۲دهشکې، ۲امريکايي پيکا او ګڼ نور مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه او خوندي ځای ته انتقال کړل.»

د دوی په خبره «د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت ۲مجاهدين د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.» او څلور نور يې ژوبل دي.

دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت د بهارک ولسوالي د قلاتک په سیمه کې په عسکري پنډغالو توغندیز برید اووه تنه عسکر ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x