ورزش

سرېلنکا کرېکټ بورډ یو ځل بیا ملینګا ته اړ شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د سرېلنکا مشهور او نامتو چټک توپ اچونکی لاسیت ملنګا د خپل کرېکټ بورډ له سختو ګواښونو سره مخ شوی دی چې نوموړی باید له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

د سرېلنکا کرېکټ بورډ له ملینګا څخه غواړي چې د هند سوادرګریزې سیالیو کې د ممبۍ انډینز لوبډلې توپ اچونې روزنه پریږدي او باید له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.

کرېکټ نوموړی ګواښلی چې باید ژر تر ژره دې هېواد ته راشي او له خپلې لوبډلې سره دې یوځای شي، او د راتلونکو سیالیو لپاره دې د چمتو والي په موخه لوبډلې سره په تمریناتو کې ګډون وکړي.

وروسته له دې چې ملینګا د خپلې لوبډلې څخه د دوه کالو لپاره لرې کړل شوی و، نو وروسته نوموړی اړ شو د هند سوداګریزو سیالیو کې د ممبۍ انډينز لوبډلې توپ اچونې روزونکی وټاکل شي.

د سرېلنکا کرېکټ غوراوي کمیټۍ چې د خپلې لوبډلې د بنګلدیش لوبډلې په شمول له نورو لوبډلو څخه ماتې ولېدې، اړ شو ملینګا ته په کورنیو یو ورځنیو سیالیو کې په لوبډله کې ځای ورکړي.

دوی وایي: که چیرې ملینګا په کورني لوبو کې له لوبډلې سره یوځای نشي نو وروسته به په ملي لوبډله کې ځای ورنکړل شي، خو اخطار ته په ځواب کې ملینګا ویلي چې تر هغې چې د آی پي ایل سیالۍ پای ته نه وي رسیدلي خپل هېواد ته به لاړ نشي.

نوموړي ویلي چې دی پخوا هم برابر و او اوس هم د لوبو لپاره کافي برابر دی او کولی شي چې د خپلې لوبډلې لپاره ولوبیږي، خو وایي چې په تمریناتو سیالیو کې به له آی پي ایل څخه وروسته ګډون وکړي، که ښه ثابت شو نو کمیټي به یې غوره کړي.

نوموړي څو میاشتې مخکې د خپل کیريئر په اړه څرګندونې کړې وې چې شاید نور له کرېکټ سره مخه ښه وکړي، ځکه چې نه خو په خپله لوبډله کې شامل و او نه هم په آی پي ایل کې خپلې زړې لوبډلې له ځان سره شریک کړی و.

د سرېلنکا جادوګر یارکر توپ ویشتونکي ملینګا ځانګړی سټایل لري، چې په ټولو ۲۴۸ شل اوریزو سیالیو کې یې ۳۳۱ ویکټې ترلاسه کړي، نوموړي د کرېکټ په تاریخ کې د یارکر توپ ویشتنې ته یو نوی روح ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x