ورزش

آی پي ایل: مجیب ځدراڼ دوه ویکټې واخیستې خو بریا یې ترلاسه نکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د مجیب ځدراڼ او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې مجیب ځدراڼ دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

مجیب ځدراڼ چې په آی پي سیالیو کې غوره توپ اچونه ترسره کوي، په ننۍ لوبه کې هم ښه وځلېد، خو د لوبې په وروستۍ شېبو کې پرې په یو اور کې ۲ شپږیزې ولګیدې، چې همدا ډول یې پخپلو ۴ اورنو کې ۳۷ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې.

ننۍ لوبه کې پچه د ممبۍ لوبډلې وګټله او د مجیب لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې هغوی په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا لوکیش راهول ۲۴، کریس ګېل ۵۰ او مارکوس سټوینز چې په وروستي اور کې یې له هاردیک پانډیا څخه ۲۲ منډې واخیستې، چټکې ۲۹ منډې جوړې کړې، او ټولې منډې یې ۱۷۴ ته ورسولې.

په ځواب کې د پنجاب لوبډلې ښه توپ اچونه پېل کړه، چې په شپږم اور کې مجیب ځدراڼ د تکړه ویسټ انډیزي لوبغاړي ایوین لویس لومړۍ ویکټه واخیسته، همدا ډول مجیب پخپل دویم اور کې د اشان کیشن دویمه ویکټه هم ترلاسه کړه.

د لوبې په وروستۍ شېبو کې د ممبۍ لخوا روهیټ شرما او کرونال پانډیا چټکه لوبه ترسره کړه او لوبډلې ته یې مهمه بریا وروبخښله، چې په پای کې د ممبۍ لوبډلې د ۶ ویکټو په توپير په ۱۹ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړ.

د یادونې وړ ده چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې به نن ماښام اوه بجې د راشد خان او دهلي ډیر ډیویلز لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي، چې ددغې لوبې ګټل د دهلي لوبډلې لپاره ډیر اړین دي.

دوی اوسمهال جدول کې په اووم نمبر دي، د راشد خان لوبډله په لومړي او د مجیب ځدراڼ لوبډله په څلورم نمبر ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x