افغانستان

زابل: شاه جوی کې د ملي اردو ۷ عسکر و وژل شول

نن ټکی اسيا: د زابل ولايت چارواکي وايي، چې شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د سرک پر غاړې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله د ملي اردو اووه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د نوموړې چاودنې مسؤوليت منلی دی.

احمدي زياتوي، چې د شاه جوی ولسوالۍ تازي سيمه کې د دوی ملګرو د ملي اردو پر شوبلې چاودنه کړې، چې له امله يې ټول سپاره عسکر وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x