
عبرت – دریمه برخه: مسلمان هغه چې بل مسلمان یې له شره خوندي وي
مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)
د حضرت عبد الله بن عمرو بن العاص رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ . (صحیح البخاری)
ژباړه : رښتونی مسلمان هغه څوک دی چې مسلمانان د هغه د ژبې او لاس (د ضرر) څخه په امن کې وي او (رښتونی) مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه یې پریښي وي چې ا لله تعالی ورڅخه منع کړې وي .
تشریح
رښتونی مسلمان هغه دی چې په هغه باندې د اسلام آثار ښکاره شي ، د اسلام نښې د هغه په ځان ، د هغه په شکل ، د هغه په بدن ، او د هغه په عملونو کې ښکاره شي نو بیا نورو مسلمانانو ته د هغه صرف خیر رسیږي ، نورو مسلمانانو ته دهغه صرف نیکي رسیږي د هغه بیا داسې حالت وي چې هغه نورو مسلمانانو ته هېڅ ډول ضرر نه رسوي کوښښ کوي له مسلمانانو سره مرسته او کمک وکوي او که دا یې په وس نه وي پوره نو لږ تر لږه ضرر هم نه ورسوي ، او ددې سره سره مسلمان چې کله رښتونی مسلمان شي او په سمه توګه اسلام ته ور تر غاړې وزي او اسلام په سمه توګه خپل مسیر او خپله لاره ومني نو دهغه له ژبې نه نور مسلمانان په امن کې شي ، د هغه په ژبه د چا عیبونه نه راځي، د هغه په ژبه د چا غیبت نه راځي ، د هغه په ژبه د دوو مسلمانانو په مینځ کې شیطانت نه راځي ، او هېڅ داسې خبره ورباندې نه راځي چې هغه د بل مسلمان د زړه د ازار سبب وګرځي ، او که مو پام وي د رښتونی مسلمان په ژبه باندې بیا د نورو مسلمانانو جاسوسی هم نه راځي ، معنی دا چې د رښتونی مسلمان حال دا وي چې نور مسلمانان د هغه د لاس او ژبې د هر ډول شر او ضرر څخه په امن کې وي.
ډېر ځله مونږ یو کس وینو چې مونږ ته هغه ډېر نېک ښکاره کیږی، بزرګ ښکاره کیږي ، د خیر او نیکی خبرې کوي ، لکن دهغه چې څومره اختیار وي هلته مسلمانان دده له شر څخه په امن کې نه وي ، دده په لاس کې قلم مسلمانانو ته ضرر رسوي ، دده تر لاس لاندې کارونو کې د مسلمانانو حقونه ضائع کیږی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دده په اړه فرمايی چې دا رښتونی او کامل مسلمان نه دی .
ډېر ځله مونږ خلک وینو په پابندي سره جومات ته ځي ، اوږدې تسبیح یې په لاس کې وي ، سپینې ښکلې جامې یې په تن وي کله چې ورسره مخامخ شې نو ژبه یې خوږه وي ، خبرې یې نرمې وي خو …. ددې سره سره د خلکو عزتونه دده د ژبې له ضرر څخه په امن کې نه وي ، د ځینو غیبت کوی ، په ځینو مسلمانانو پسې خبرې کوي ، په ځینو مسلمانانو باندې تور لګوي ، کله به یوه بهانه او کله په بله د مسلمانانو عیبونه بیانوي نو ددې کس په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی چې دا کس رښتونی او پوره مسلمان نه دی ځکه د رښتونی مسلمان دا صفت وي چې نور مسلمانان د هغه د لاس او ژبې د ضرر څخه په امن کې وي .
د حدیث په دوهمه برخه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت په اړه فرمايی چې رښتونی مهاجر هغه څوک دی چې هغه هر شی پریږدي چې الله تعالی له هغه څخه منع کړي وي ددې برخې معنی داده چې هجرت په دوه ډوله دی :
الف : یو هجرت مکانی دی چې انسان د الله تعالی د رضا او د الله د دین لپاره له هغه ځایه کډه وکوي چې هلته کفر غالب وي او بل یو داسې ځای ته لاړ شي چې هلته د مسلمانانو غلبه وي ترڅو دی وکولی شی په هغه ځای کې له یوه پلوه خپل اسلامي احکام په سمه توګه عملی کړلی شي او له بله پلوه د مسلمانانو مرسته وکوي لکه رسو ل الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم چې له مکې مکرمې نه مدینې منورې ته هجرت وکولو .
ب: هجرت حالی دا هجرت پدې معنی دی چې انسان په خپل ژوند کې ګناهونه پریږدي او د ګناهونو له حالت نه خپل ځان نقل کړي د نیکیو حالت ته او د الله تعالی نه د لرې والی حالت نه ځان د الله تعالی نېږدې کت ته یوسي نو په حدیث کې دې ډول هجرت ته مسلمانان تشویق شوي دي چې ښه، غوره او پوره هجرت دادی چې انسان ټول هغه کارونه او عملونه پریږدي چې الله تعالی له هغې څخه منع کړې وي .
عبرت
کله چې مونږ اوس دا حدیث را واخلو او خپل ځان ورسره مقایسه کړو او خپل شاوخوا مسلمانان ورسره مقایسه کړو نو نتیجه به څومره مثبته ا و څومره منفی وي؟
آیا د اوسنیو مسلمانانو د لاس نه نور مسلمانان په امن کې دي؟
آیا په اوس وخت کې مسلمان مسلمان ته د لاس ضرر نه رسوي؟
آیا مونږ په معاملاتو کې اسلام په سمه توګه عملي کړی دی؟
آیا مونږ په راکړه ورکړه او معاملاتو کې د مسلمانانو په وړاندې پوره مخلص یو؟
آیا مسلمانان اوس په خپلو مینځونو کې د یو بل د ژبې له شر څخه په امن کې دی؟
آیا مونږ خو د چا غیبت نه کوو؟
کله چې یو کس را سره مخامخ شي په مینه ورسره سلام کوو او کله چې لږ لرې شي نو زر یې په اړه خبرې شروع کړو، عیبونه یې را برسېره کړو آیا دا عادت خو به په مونږ کې نه وي؟
که چېرته دا عادتونه را پکې موجود وي نو مونږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چې مونږ رښتونی مسلمانان نه یو الله تعالی د مونږ ته هدایت وکوي او رښتونی مسلمانان مو د جوړ کړي . آمین ربه