fbpx

د ملي اردو ځواکونه ولي مورال بایللي دي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې افغان ملي اردو ځواکونو مورال بایللي او په شمیر کې یې هم لس په سلو کې کمی راغلی دی.

سیګار په داسې حال کې د ملي اردو ځواکونو په لویدلي مورال او کم شوي شمیر خبره کوي چې افغان او امریکايي چارواکي د یادو ځواکونو د پیاوړتوب او مسلکي وړتیا ادعاء لري.

خو که په افغانستان کې د ځمکنیو واقعیتونو له منظره د ملي اردو ځواکونو وضعیت ته وکتل شي نو لیدل کیږي چې ریښتیا هم هغوی هم مورال بایللی دی او هم یې شمیر مخ په کمیدو دی.

د ملي اردو د شمیر کموالی او مورال بایلل مختلف لاملونه لري چې تر ټولو مهم یې د یوې سالمې انګیزې او سالم مدیریت نه شتون دی.

طبعا د انسان لپاره خپل سر او ژوند تر بل هرڅه مهم دی او انسان یواځي هغه وخت د سر ورکولو ته حاضریږي چې په مقابل کې تر خپل سرهم لوړ دیني او ملي هدف ولري.

خو د ملي اردو ځواکونه له دغه ډول یوې مهمې او مؤثرې انګیزې څخه په بشپړ ډول بي برخې دي.

د ملي اردو لیکو ته د هغوی د حاضریدو یواځینۍ انګیزه د څو پیسو تر لاسه کول دي چې هغه هم په ډیرو حالاتو کې د خپلو مسؤلینو لخوا تري غلا کیږي او یا تر ټاکل شوې اندازې ورته ډیر کم شي ورکول کیږي.

د ملي اردو سرتیري هره ورځ له رسنیو څخه هغه خبرونه او رپوټونه هم اوري چې د جګړې په لیکو کې د دوی د وژل شويو ملګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې همداسې پاتي کیږي او څوک نه وي چې جسد یې تر خپلې کورنۍ ور ورسوي.

همداراز د هغوی معیوبین او ژوبل شویوي کسان تر ژوبل کیدو وروسته د خپلو نیستمنو کورنیو د غاړې بار وي او حتی د دوی په نوم د حواله شویو امتیازاتو او حقوقو تر لاسه کول د خپلو کورنیو د عفت لوټولو په بیه ورته تمامیږي.

په دې اړه د سیګار ټکان ورکونکي رپوټونه هغه واقعیت دی چې د خپلو فامیلونو د مستقبل په اړه یې د ملي اردو د هر عسکر فکر او دماغ نا آرامه کړی دی.

نو په داسې حال کې چې یاد ځواکونه هم په خپل ژوند کې د خپلو استحقاقاتو له ترلاسه کولو محروم وي او هم په دې لاره کې تر وژل کیدو وروسته د خپلو فامیلونو له مستقبله نهیلي وي هغه به په کوم مورال او کومې انګیزې د ملي اردو په لیکو کې خدمت کولو ته زړه ښه کړي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د