fbpx

اصلاحي تحریک

حامد افغان

د هند یو عالم لیکي: دری کسان راته راغلل، دوی د خپل کار او فعالیت دلچسپه کیسه راته وکړه، دوی د “تبلیغی تحریک” خلکو په څېر “اصلاحي تحریک” چلوي، دوی چې له خپل ولایت نه راوتلي وو د هند د څو ولایتونو په کلیو او ښارونو کې له میاشت تېرولو وروسته دهلي ته راورسیدل. په دې موده کې یې ګڼ شمیر خلکو سره لیدلي وو.

دوی دری کسان له مظفر پور ولایت نه راوتلي وو، لاره کې یې د تبلیغیانو په څېر له ځانه سره نور ملګري هم مله کړي وو او ټول 35 کسان شول، د دوی طریقه دا ده چې ځان سره خپل لوښي، بسترې او جامې ګرځوي، خپل خوري او جوماتونو کې اوسي. چرته چې ولاړ شي هلته د خلکو حالات معلوم کړي، د هغوی تر منځ د سولې عملي ګام پورته کړي او په دې توګه خپلې هڅې روانې لري.

دې یوه میاشت کې هغوی خورا زیات او لوی لوی کارونه کړي وو، د بېلګي په توګه یو ځای یې یوه کونډه واده کړې وه، څو ځایه یې د پېغلو میندې او پلرونه دې ته تیار کړي وو چې له جهېز پرته یا په کم جهېز سره خپلې لوڼه واده کړي او په ساده طریقه یې څو ودونه کړي وو. ډېر خلک یې په کم مهر راضي کړي وو، یو ځای یې د په جګړه اخته خلکو ترمنځ سوله کړې وه. بل ځای یوه جومات کې خلک سره مخالف او په شخړه وو دوه جمعې به یې کولې هغوی یې سره جوړ کړي وو. او داسې نور ډېر مهم اصلاحي کارونه یې کړي وو.

دا بې شکه ستر اسلامي کار دی او د کار طریقه کټمټ د تبلیغیانو په څېر ده، البته موخه کې توپیر ده، هغوی خلکو ته کلمه او لمونځ ښیي او دوی د خلکو معاملاتو او ستونزو سره کار لري، هغه حل کوي او په دې لاره کې ځان سره نور ملګري هم تیاروي. په تقریرونو او لیکنو دومره کار نه کیږي په دې توګه عملي کار سره خورا ستر کارونه سرته رسیدلی شي.

موږ او تاسو په دې اړه دوه کارونه سمدستي کولی شو: یو دا لیکنه لوستل یا شیر کول او بل دا دعا چې: “الله دې وکړي موږ کې هم داسې خلک پیدا شي” خو دا کفایت نه کوي، تر هغو چې عملي ګامونه وانخلو. زه خپله په دې اړه فکر کوم او هڅه کوم کال کې اقلا یوه میاشت دې کار ته ځانګړې کړم. او تاسو پوهیږئ چې زموږ ټولنه دې ډول ستر کار ته څومره ضرورت لري؟!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Rtiajs
میلمه
Rtiajs

do not sand me thanks