افغانستان

د ایټالیا هوايي ځواکونه له افغانستانه ووتل

د ناټو په چوکاټ کې په هېواد کې د ایټالیايي ځواکونو د هوايي برخي ماموریت پای ته ورسيد. دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ایټالیا په تاریخ کې تر ټولو اوږد مهاله مسوولیت و.

ویل کېږي چې د ایټالیا د هوايي ځواکونو درې ای. ام. ایکس ډوله جنګي الوتکې له پنځه کلن ماموریت وروسته خپل هېواد ته ورسېدې.
 په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د ایټالیا څلورو الوتکو جنګي ماموریت درلود، چې درې يې د ایټاليا هېواد د پراتیکا دی ماره هوايي ډګر کې ښکته شوې او یوه يې د تخنیکي ستونزو له امله په عربي متحده اماراتو کې ښکته شوې ده.
د امریکا په مشرۍ په هېواد کې مېشت د ناټو غړو هېوادونو ځینو خپل ځواکونه تر ۲۰۱۴ میلادي کال وړاندې ویستلي دي، چې پخپله امریکا هم وايی د دې کال تر پایه به خپل پوځي ماموریت تمام کړي.
د امریکا لپاره په افغانستان کې روانه جګړه د دوی دتاریخ یوه اوږده جګړه ده، چې تر لسیزې ډېر وخت يې پکې تېر کړ. له بله پلوه د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جګړه یوه له هغو جګړو نه ده، چې ډېری امریکايي اوسېدونکو يې مخالفت کړی دی.
طالبان د ایټالیا په څېر د ناټو دغړو هېوادونو بېرته تګ، یوه ډارنه تېښته بولي او د دوی په خبره دا د افغان ولس د دیارلس کلن «جهاد» او مبارزې برکت دی، چې اوس «یرغلګر» په  ګونډو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x