انا نحن نزلنا الذكر وانا له لحافظون

دهغه حفاظت الله تعالی کړی دی

محمدعلي عمري

امام قرطبي رح په سند متصل سره دمامون رشید باچا د دربار څخه کيسه کوي چي دمامون رشید دا عادت وو چي کله نا کله به یې په خپل دربارکښي دعلمي مسائلو په اړوند غونډي جوړولي په دې غونډه کې به د هر علم خلګو ته اجازه وه . په يوه غونډه کښي يې يو یهودي هم راغلو له شکل او جامو څخه هم ډير ستر سړی معلومېدو.
کوم وخت چي یې خبري وکړي هغه خبري یې ډيرې سترې بلیغې او له فصاحت څخه ډکې خبري وې. کوم وخت چي غونډه خلاصه شوه نو مامون رشید باچا دغه سړی راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه چي ته اسرائيلي یې ؟ هغه ورته ويل چي هو !

مامون رشید باچا د ازميښت او امتحان دپاره ورته وويل چي که ته مسلمان شې زه به تاسو ډېر ونازوم ستاسو به ډير قدر او عزت وکړم. هغه یهودي ورته وويل چي زه مې دخپل پلار اونيکه دين هیڅکله نه پریږدم.

خبره خلاصه شوه دغه یهودي ولاړو يو کال وروسته دغه يهودي سړی مسلمان شوی وو ددربار وغونډې ته راغلو او پر اسلامي موضوع باندې یې دیري خوندوري خبري وکړې نوي تحقیقات یې وړاندې کړلو. کوم وخت چي غونډه ختمه شوه مامون رشید بيا دغه سړی راوغوښت او ورته ویې ويل چي ته هغه سړی نه یې چي يو کال مخکې دلته غونډې ته راغلی وې ؟

هغه جواب ورکړو چي هو زه هغه سړی يم .

مامون رشید ورته وويل چي يوکال وړاندې چي ته راغلی وې ما وېل مسلمان شه تاسو له اسلام څخه انکار وکړو.ا وس چي مسلمان شوی یې ددې سبب څه وو؟

هغه ورته وويل چي کوم وخت چي زه له همدې ځای څخه ولاړ شوم نو ما ددې موجوده مذهبونو تحقیق پيل کړو زه يو خطاط او خوشنويس وم کتابونه به مې ليکل او په ډير ښه قیمت سره به مې خرڅول .

ما د امتحان کولو دپاره د تورات دري نسخې ولیکلې او په هغو نسخو کې مې ډيره زیاته کمي او ډېر والی وکړو او د یهودو عبادت خانې ته ولاړم هغوي دغه دتورات نسخې په ډيره مینه او محبت سره په ډير لوړ قیمت راڅخه واخیستې. بيا مې د انجیل دري نسخې را واخيستې او ومې ليکلې او له ځانه مې زیاتوالی اوک موالی پکښي را ووست او بيا دنصارا وو عبادت خانې ته ولاړم او هغه دري لیکل شوې نسخې مې هغوي ته ورښکاره کړې هغوي په ډير شوق او مينه په لوړ قېمت راڅخه واخيستې. له دې وروسته مې همدغه کار په قرآن کریم کښي وکړو د قرآن کریم دري نسخې مې وليکلې او له ځانه مې پکښي کمي او زیاتوالی راووست کوم وخت چي يې زه د پلورلو دپاره ووتلم پر کوم چا چي مې دغه نسخې خرڅولې هغه راته وويل چي صحیح خو به وې ته راوړه زه یې وګورم هغه چي دغه نسخې وکتلې ما ته یې بيرته راکړې چي نه یې اخلم دا خو دې غلطې کړي دي له همدې واقعې څخه ماته دعبرت سبق حاصل شو چي ددې کتاب حفاظت شوی دی او دغه کتاب الله تعالی ساتلی دی ځکه زه مسلمان شوم.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
umari
میلمه
umari

i want to recive sms when the islamic history is sharing.
thanks!