شعـــــرونه

غزل – ابراهیم صیاد

خوږې خوږې راپسې مه تاووه
مړاوې لیمې راپسې مه تاووه

لیونی کیږمه د غرو به مې کړې
زلفې خورې راپسې مه تاووه

د میني بند کې مې بندي که یاره
د خیال پنجرې راپسې مه تاووه

پتنګ یم سرو لمبو ته خپله درځم
بلې ډیوې راپسې مه تاووه

وخته ایله د رڼا څرک ته رسم
وخته تیارې راپسې مه تاووه

د صیاد تنده په دې نه ماتیږي
ساقي پیالي راپسې مه تاووه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x