نړۍ

اوباما: امريکا په يوازې سر د ترهګرۍ مقابله نشي کولای

نن ټکی اسيا: د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما وايي، چې امريکا په يوازې سر له ترهګرۍ سره مقابله نشي کولای.
اوباما وېره لري، چې د اسلامي دولت ځواکونه د عراق، سوريې، اردن او د سيمې امنيت لپاره ستر ګواښ دی.

اوباما د امريکا “سي بي سي” تلويزون سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې د اسلامي دولت ځواکونه، القاعده او بوکوحرام د ګردې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی، خو امريکا په يوازې سر د نړيوالې ترهګرۍ د مقابلې وس نه لري.

اوباما زياته کړه، چې امريکا د نړۍ هر ګوټ ته د تروريزم پر خلاف جګړې لپاره خپل عسکر نشي لېږلی، مګر دوی به داسې يوه کړنلاره وټاکي، چې د نړيوال تروريزم مخنيوی وکړای شي.

اوباما و ويل، چې دوی به د خپلو ايتلافي حکومتونو امنيتي ځواکونو ته روزنه ورکړي، تر څو ترورريزم سره په اسانه مقابله وکړای شي.
د جګړو زمانه په ختميدو ده
کارپوهان وايي، چې نړۍ کې د جګړو زمانه په ختمېدو ده.
له همدې امله د امريکا ولسمشر باراک اوباما له پیله د عراق او افغانستان جګړو ته زړه تنګی و او غوښتل يې، چې دغو جګړو ته د پای ټکی کيږدي.
د لوموړي ځل ټاکنيز کمپاين پر مهال يې ويلي و، چې له عراق څخه به امريکايي عسکر وباسي او خپله وعده يې تر سره کړه او دوهم ځل ټاکنيز کمپاين کې يې د امريکا خلکو ته ويلي و، چې له افغانستانه به خپل ټول عسکر راوباسي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې يو ليکوال “رچرډ کوهن” وايي، چې د جګړې پای یقیني دی، مګر د عسکرو د قربانۍ لپاره دلیل پيدا کول یقيني نه، بلکې نا شوني دي.
افغان جګړه تر اوسه هم بې دلیله ده او موږ نه یو توانيدلي چې دليل ورته پيدا کړو.
اوباما د خپلې جګړې ضد پاليسۍ په اړه دوه زړی دی او نشي کولای په دې اړه يوه پرېکنده اعلان وکړي.
اوباما افغان جګړه خپله جګړه نه بوولي
د امريکا دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګيتس وايي چې ولسمشر اوباما په خپله پالیسي باور نلري او افغان جګړه هم خپله نه بولي.
ګيټس زياتوي، چې بالکل سمه ده. دغه جګړه د اوباما نه ده، بلکې دا د بوش جګړه ده.
له افغانستانه وروسته بوش په ډېر غفلت او ناپوهۍ د صدام پر خلاف هم جګړه پیل کړه.
اوباما ته افغان جګړه له بوشه ور پاتې شوه او هغه ومنله، خو تر اوسه بيخي نه پوهيږي چې څه وکړي.
تېره اوونۍ د عراق لومړي وزير نوري المالکي له اوباما غوښتي و، چې عراق کې د اسلامي دولت ځواکونو پر خلاف هوايي بريدونه وکړي، مګر اوباما ورته سکوټ انکار وکړ او ويلي يې دي، چې امريکا پر عراقي پوځ ميلياردونه ډالر ولګول، زرګونه امريکايي عسکر يې قربان کړل، مګر د اسلامي دولت د ځواکونو پر وړاندې ډېر ژر او په اسانه مات شول.
اوباما زياته کړه، چې عراق بايد د خپل امنيت لپاره په خپله کړنلاره وټاکي او امريکا به وسره مرسته کوي.
کارپوهان وايي، چې امريکا غواړي د نورې نړۍ په مرسته او د هغو د پوځيانو په قربانۍ د تروريزم خلاف جګړه پر مخ بوځي او خپل عسکر خوندي وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x