افغانستان

طالبان وايي په منصوري عملیاتو کې يې ۵۰۶ قومندانان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو له لوري نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوي خبرپاڼه او نوملړ کې ادعا شوې چې د تېر کال په منصوري عملیاتو کې ټول ټال ۵۰۶ تنه د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو قومندانان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شمېر قومندانان د تېر کال په منصوري عملیاتو کې وژل شوي.

او زیاته شوې چې په دغه نوملړ کې د هغو قومندانانو نومونه ذکر شوی چې هیڅ شک او شبهه یې په وژلو کې نه ده پاتې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په منصوري عملیاتو کې طالبانو ټول ټال ۸۰۳۰ بریدونه کړي، چې په هغو کې ۵۰ یې سرتیري بریدونه دي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۳۲ تنه امریکايي عسکر مړه او ۱۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دولتي ځواکونو او اربکیانو په اړه یې ویلي چې په تېر یوه کال کې ۱۶۹۰۸ کسه یې وژل شوي او تر لس زره زیات یې نور ټپیان شوي دي. چې وژل شویو کې يې یوازي ۵۰۶ د مختلفو کچو قومندانان دي.

طالبانو سږ کال د «الخندق» په نامه عملیات کړي.

طالبانو په خپل اړخ کې د تلفاتو شمیرې نه دي په ډاګه کړي خو هره ورځ د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت د لسګونو طالبانو او د هغوی د قومندانانو د وژلو، ټپي کولو او نیولو خبرونه ورکوي.

د طالبانو خبرپاڼه او د قومندانانو نوملړ په لاندي ادرس کې بشپړ کتلای شئ:

https://justpaste.it/3xad7

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x