fbpx

اکرم خپلواک:  د اندونیزیا غونډه راتلونکې اونۍ جوړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د سولي عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک ویلي چې د اندونیزیا ځنډیدلې غونډه به د افغانستان، پاکستان او اندونیزیایی عالمانو په ګډون را روانه اونۍ جوړه شي..

دغه غونډه چې له اوږدې مودې راهیسي یې په اړه ګنګوسي وي؛ اوس یې د جوړېدو نېټه هم په ډاګه شوه. په اړه یې خپلواک وايي چې د طالبانو روانه جګړه به له دیني اړخه پکي و ارزوله شي.

په کابل کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن څه موده تر مخه په کندهار کې ویلي وه چې پر طالبانو به د عسکري فشار تر څنګ سیاسي، ټولنیز او دیني فشارونه هم زیات کړي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس او د ولسمشرغني سلاکار ډاکټر محمد اکرم خپلواک وایي دغه ناسته د افغان سولې په تړاو ده، چې د یادو درو هیوادونو دیني عالمان به په کې ګډون ولري.

نوموړي زیاته کړه، علماء به د بهرنیانو او افغان ځواکونو پر وړاندې د روانې جګړې د تحریم فتوا ورکړي ، چې له مخې به یې پر طالبانو له شرعي پلوه فشار وارد شي.

ښاغلي خپلواک چې دا مهال په جکارتا کې دی؛ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د علماوو شل کسیزه ډله ګډون وکړي. او دا ډله به د سې شنبې په ورځ اندونیزیا ته ولاړه شي.

تر دې وړاندې داسې انګېرنې وې چې ګنې پاکستان د اندونیزیا کنفرانس کې ګډون رد کړی دی.  خو د سولې عالي شورا وایي چې پاکستاني عالمان هم په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.

ټاکل شوې وه چې یاده غونډه یوه میاشت مخکي ترسره شي، خو د غونډې په تړاو د طالبانو یو سرخلاصی لیک رسنیز شو چې له امله یې یاده غونډه اندونیزیایي چارواکو وځنډوله.

طالبانو په یاد لیک کې له قرآني نصوصو خپله جګړه ثابته کړې وه او له علماؤ یې غوښتي و چې د کفارو په تزویري او تبلیغاتي هڅو دې نه غولیږي او په دې غونډه کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د