fbpx

د ګډ حکومت پر وړاندي نوی سیاسي ائتلاف اعلان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل):  د ولسمشر د جلاوطنه لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم او د بلخ د لري شوي والی عطا محمد نور په مشرۍ د ولسی جرګې یو شمېر غړیو د ترکیې مرکز انقره کې یو نوی سیاسي ایتلاف اعلان کړ.

د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر د دې ایتلاف د جوړېدو خبر او ډله ییز عکس انلاین خپور کړی دی.
نوموړي ویلی چې په دې نوی ایتلاف کې د افغانستان د ټولو سیمو کلیدی سیاسی شخصیتونه شامل دی.

که څه هم ده په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي چې ایتلاف چیری جوړ شوی او یا څوک یې مشری کوی؟ خو د نورو باخبره سرچینو له خولي ویل شوي چې دا کسان په ترکیه کې چېري چې دوستم په تبعید کې شپې ورځي تیروي؛ سره را غونډ شوي وو.

د ولسمشر جلاوطنه لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور، پخوانی مرستیال ولسمشر احمد ضیا مسعود، او د ولسی جرګې ځینې برحاله غړي په عکس کې لیدل کېږی.

دوستم، چې د جنسی تېری له تورونو سره مخامخ دی، او دوسیه یې تر څیړني لاندي ده ؛ په دې وروستیو کې یې له ارګ سره یو لړ خبرې وکړې چې هیواد ته د بېرته راتلو لار یې پرانیستل شی خو اجراییه رییس عبدالله ویلی چې دا خبرې نتیجې ته نه دی رسېدلی.

بلخوا د یاد ائتلاف په اړه عطانور تازه څرګندونو کې ویلي چې په نوی سیاسی ائتلاف کې د افغانستان د ژغورنې ائتلاف د غړو په ګډون د کندهار، لوی پکتیا، او لوی ختېځ مشران هم برخه لری.

نوموړي پرخپله فیسبوک پاڼه ویلی، چې دغه ائتلاف به په نژدې راتلونکې کې په کابل کې خپل موجودیت اعلان کړی.
هغه زیاته کړه، چې د نوی سیاسی ائتلاف د جوړولو موخه د نظام پیاوړتیا او په حکومت کې د اصلاحاتو رامنځته کول دی.
ښاغلی نور دا هم ویلی، چې دغه ائتلاف به په راتلونکو پارلمانی، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو کې هم یو مهم رول ولوبوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د