عراقی عسایانو باندی حملی شوی ۲ مړه او ۶ زخمیان دی

iraq_isaبغداد- رسنی: (نن ټکی آسیا)د عراق وزارت داخله خبر ورکړی چې تیره شپه د عسایانو پر کورنیو باندی ددوو ساعتو کې شپږ حملې سوی چې په نتیجه کې یې ۲ عسایی وګړی مړه او ۱۴ نور زخمیان شوی دی.. حملې په داسی وخت کې سوی چې عسایی وګړو خپل د نوی کال په مناسبت د «لانګ ویک اینډ» په مناسبت تیاری کولی..
پر عراقی عسایانو باندی د څه مودی راهیسی حملی زیاتی شوی دی.
د بغداد په مرکزی سیمه «الغدیر» کې تر ټولو سخته حمله وشوه..دا حمله په یو خود ساخته ګرنیډ باندی وسوله او دوه نفره یی مړه او درې نور یی زخمیان کړه..
البته په نورو حملو کې مړی نه دی سوی، مګر د پرزو د لګیدو له وجی شپږ نور زخمیان شوی دی..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.