
طالبانو د دولتي مامورینو پر مخ د غزني – پکتیکا لاره تړلې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا پر لویه لاره مسافر وايي، طالبانو دا لاره د دولتي مامورینو پر مخ بشپړه تړلې ده.
له تېر مازیګر مهال راهیسې د دې لارې په اوږدو کې د سلطان باغ په نوم سیمه کې جګړه روانه ده.
د غزني او پکتیکا ځايي چارواکو د لارې د تړل کېدو په تړاو څه نه دي ويلي، خو د غزني ولایت مقام خبرپاڼه وايي، په دې لویه لاره يې ۳۱ تنو طالبانو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د لارې د تړلو او توندې جګړې پخلی کړی دی.
مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دا لاره يې د دښمن پر مخ تړلې او له تېرې ورځې راهیسې د سلطان باغ او بدوانو سیمو کې جګړه روانه ده.
مجاهد زیاتوي په جګړه کې يې څلور ټانګونه ویجاړ کړي، ۹ عسکر يې وژلي او ۱۰ نور ټپیان دي.
هغه د خپلو تلفاتو په اړه لیکلي: «په جګړه کې یو مجاهد شهید او درې نور ټپیان دي.»
د ځايي اوسېدونکو له قوله دولتي ځواکونو تېر مازیګر مهال د ملکي وګړو کورونه تر برید لاندې ونیول چې دوه مېرمنې او څلور ماشومان يې شهیدان او پنځه تنه نور ټپیان شول.
د غزني – پکتیکا لویه لاره چې د اندړو ولسوالۍ له مربوطاتو تېرېږي، پراخه ساحه يې د طالبانو په لاس کې ده.