
حکمتیار: «حکومتي داعش» ډېره خطرناکه ډله ده
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي د داعش تر نامه لاندې د حکومت ښاخ ډېره خطرناکه ډله ده.
هغه پرون په پروان ولایت کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د داعش په نامه چې په رسنیو کې څه اورئ، درې ډوله داعش دي؛ عراقي داعشیان، له طالبانو جلا شوي داعشیان او حکومتي داعشیان.
حکمتیار وايي د حکومت هغه وسله وال چې د داعش تر نامه لاندې فعالیت کوي ډېر خطرناک دي.
ګلبدین حکمتیار د «حکومتي داعشیانو» اړوند مفصل څه ونه ویل، خو ویې ویل دلته که عراقي داعشیان راځي، نو یوازې د ایران له لارې را تللی شي.
د حزب اسلامي مشر وايي داعش یوه لوبه ده، د هغه په وینا ډېر خپل په وینو سره لاسونه د دې ډلې په ادرس پاکولی شي.
حکمتیار وروستیو خونړیو پېښو ته په اشارې وویل، کله چې د امریکا او د هغوی د سیالانو تر نځ سیالي سخته شي، نو دلته ورسره په ښارونو کې چاودنې زور پیدا کړي.
په کابل کې د غويي د میاشتې ۱۰مې غبرګو چاودنو او د همدې میاشتې د دویمې ورځې خونړۍ چاودنې مسؤلیت د داعش په نوم وسله والې ډلې واخیست.
د ولسي جرګې غړو هم د حکمتیار څرګندونو ته ورته وویل، د غويي په دویمه د کابل په لوېدیځ کې خونړۍ چاودنه د حکومت له منځه طرحه او تطبیق شوه.
د دې ډلې د پیدایښت په لومړیو کې هم د ولسي جرګې ګڼو غړو د کره شواهدو پر اساس دعوه کوله چې دا ډله د امریکا او حکومت له لوري یوه لوبه ده.