نړۍ

مصر: د الجزيرې درې خبريالان پر لسو او ۷ کالو بند محکوم شول

نن ټکی آسیا: د مصر جنايي محکمې د الجزیرې تلویزون ۳  خبریالان  په دې جرم  اوه او لس کاله په بند محکوم کړي چې په مظاهرو کې يې د جنرال سیسیي د مخالفینو په پلوۍ خبرونه خپاره کړي.

دا درې ژورنالستان په تېر اګست کې د پولیسو لخوا د لاریون کوونکو د تیتولو  پر  مهال ونیول شول.

پيټر ګریسټي، محمد فهیمي او باهر محمد د الجزیرې د انګلیسي برخې سره کار کوه او په دوی تور دی چې غلط او بې اساسه خبرونه يې خپاره کړي او د مرسي د ګوند اخوان المسلمین ملاتړ یې کړی. اخوان المسلمین د کودتاچیانو لخوا «ترهګر» ګوند اعلان شوی.

پيټر ګریسټي او محمد فهیمي ۷  او باهر محمد بیا ۱۰ کاله په بند محکوم شوی.

د مصري محکمې له دغې فیصلې وروسته د استرالیا لومړي وزیر ټوني ایبټ د مصر له جمهور رئیسه غوښتي چې استرالیايي ژورنالست پيټرګریسټي دې خوشې کړي.

تېره اونۍ چارواکو د الجزیرې مشهور ژورنالست عبدالله الشامي د روغتیايي حالت د خرابېدو له امله خوشې کړ.

عبدالله الشامي احتجاجا له تېرو ۵ میاشتو راهیسې د ډوډۍ نه خوړولو اعتصاب  کړی و، ده دلیل نیولو چې له کوم جرم پرته یې زندان کې اچولې.

شامي هم په تېر اګست کې د کودتاچیانو لخوا ونیول شو.

مصر کې په ولسمشر محمد مرسي له کودتا وروسته په الجزیرې تلویزون  بندیز ولګېد، د سیسي حکومت همېشه هغه تورونه رد کړي چې د الجزیرې لخوا د اخوان المسلین په پلوۍ خپاره شوي.

د محکمې نننۍ جلسې ته د کاناډا، هالنډ او استراليا د سفارتونو استازي او ګڼ ژورناليستان راغلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x