افغانستان

مسیر: د امريکايي ځواکونو تلفات لوړ شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): مسیر ورځپاڼه د امریکايي رسنیو په حواله وايي چې په افغان جګړه کې د امریکايي ځواکونو تلفات لوړ شوي دي.

د سرچینې له قوله د روان میلادي کال لومړیو دریو میاشتو کې، تېر کال او وړم کال کې د امریکايي ځواکونو تلفات د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله ډېر شوي دي.

د امریکايي سرچینو په تایید په تېرو دریو میاشتو کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

په تېر میلادي کال کې امریکايي چارواکو د ۱۱ امریکایي عسکرو د وژل کېدو او ۱۰۲ نورو ټپي کېدو منلې وه.

مسیر ورځپاڼه د شنونکو په حواله لیکي چې بهرنيو ځواکونو ته دومره تلفات نه اوړي لکه ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته.

سرچینه کاږي، په ۲۰۱۷ کال کې ټول ۱۰۴۵۳ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې پکې ۳۴۸۳ تنه وژل شوي او تر ۷ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

یاده دې وي امریکا د تېر کال په وروستیو کې د نوې ستراتېژۍ اعلان وکړ، چې ډېر تمرکز يې په هوايي بریدونو دی، چې دروند زیان يې ملکي وګړو ته اوړي.

د امریکايي سرچینو په حواله بهرنیو ځواکونو یوازې په تېرو دریو میاشتو کې نږدې ۱۲۰۰ بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x