نړۍ

«بچیه زه چېرته لاړه شمه، زما خو خپلوان هم نشته»

«بچیه زه چېرته لاړه شمه، زما خو خپلوان نشته» شپېته کلنه لال دانه همدا چیغې سورې وهي، خاوند یې په بمبارۍ کې ووژل شو، بچیان يې نشته، د ګاونډیانو سره یو ځای تر بنو رارسېدلې، نه پوهیږي اوس د سر پټولو لپاره چېرته لاړه شي؟

شپېته کلنې لال دانې خپل مټ چې په عملیاتو کې ټپي شوی هم رسنیو ته ښوولی، دې خپل د هجرت داستان د کراچۍ څخه خپریدونکې ورځپاڼې امت ته ویلی.

شپېته کلنه لال دانه د شمالي وزیرستان د حیدر خیل د سیمې اوسېدونکې ده. نوموړې د خپلو ګاونډیانو سره یوځای تر بنو رارسېدلې. ۶۰ کلنې سپین سرې لال دانې د شاوخوا ۶۰ کیلومتره سفر پیدل کړی –یواځې لال دانه نه، د لال دانې په څېر سلګونو سپين سرو، ماشومانو او ځوانانو دغه سفرونه پیدل کړي- .

لال دانې امت ورځپاڼې خبریال ته ویلي …« کله چې عملیات پیل شول، له دواړو طرفونو ډزې وې، زموږ په کور هم مرمۍ وریدلې، خاوند مې په دغو ډزو کې ولګېد، مړ شو، زما لاس ټپي شو، د ګاونډیو په همکارۍ مو خاوند خښ کړ، کله چې په ګرځبندیز کې اساني او نرمي راغله نو ګاونډیو مې له ځانه سره یوځای کړم او تر بنو یې پيدل راوستلمه».

لال دانه وايي چې نه یې بچیان شته او نه نېږدې خپلوان، کوم لرې خپلوان چې وه، هغوی ترې درهم شول. لال دانه اوس له ځايي خلکو سره اوسیږي، دوی وايي تر هغې به راسره وي، څو پورې ددې خپلوان پیدا شي.

لال دانه په سپين سر سلګۍ وهي ژاړي، نوموړې وايي د خاوند د مرګ غم مې هم تازه دی، حیدرخیلو کې له خپل کوره ووتلو، نه پوهیږم چې دا څه کیږي، څوک یې کوي او ولې يې کوي، لالا دانه وايي چې په وزیرستان کې زیږیدلې یم، په وزیرستان کې به مرم.

زین الله د خپلې کورنۍ د ۲۰ نورو کسانو سره بنو ته رسیدلی، نوموړی ۲۰ کلن دی او د میرانشاه د سربندی چینې سیمې اوسېدونکی دی. زین الله وايي چې ګرځبدیز کې اساني راغله نو دوی د خپلې کورنۍ سره د میرانشاه نه پیدل د بنو په لورې روان شول. دوی شپه ورځ ۴۰ ساعته مزل وکړ، له دوی سره کرايي نه وه، دغه مسلسل او اوږد مزل له امله د ښځو پښې تڼاکې شوې او د سختې ګرمۍ له امله یې څو وار حالت خراب شو.

زین الله وايي چې د لسانس د مرحلې محصل دی، ۶ امتحانونه يې ورکړي او ۳ نور پاتې دي. دی وايي زده کړې مې خرابې شوې، د لکونو روپیو په اندازه ځمکې او کورونه مو پريښودل، ملګري اشنایان ټول دربدر شول، له ټولو سره مو اړیکې پرې شوې، د هجرت پر مهال مو د تن جامو پرته نور هیڅ نه دي راوړي، ده په غمجنه لهجه وویل مجبور يې چې په دې مرستو ګوزاره وکړو.

زین الله وايي چې «روژه مو پر سر ده، نه پوهیږم کورنۍ به مې د نورو څومره امتحانانو څخه تیریږي».

زین الله اوس په کور کې اوسیږي، دی وايي په خیمو کې ځکه نه اوسیږي چې بې پردګي په کې ده، دوی په لس زره روپۍ د ۳ کوټو کور نیولی، د زین الله په اند که مرګ راځي نو هم په پرده کې دې راشي، دوی نه له حکومته سوال کوي او نه د مرستو لپاره په کتارونو کې ودریږي، الله پیدا کړي دي او الله به روزي ور رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x