افغانستان

خوست: د کمپاین عسکرو د دبۍ څخه راغلی مسافر وواژه او کور یې هم ورته وسوځۍ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): په خوست کې میشت د کمپاین عسکر پرون شپه په صبریو ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې د کمپاین عسکرو د شپې یوه بجه د صبریو ولسوالۍ “لیکړي” کلي کې چاپه ووهله او د عثمان ولد ست خان په نوم یو ملکي کس یې و واژه. عسکرو د عثمان کور هم سوځولی دی.

عثمان په دبۍ کې مزدوري کوله او په دې وروستیو کې له دوبۍ نه په رختصۍ راغلی و.

د کمپاین ځواکونو په کلي کې څلور موټر سوځولي او دولس تنه کلیوال یې هم بندیان کړي او له ځان سره یې بیولي دي.

د کمپاین ځواکونه په خوست، پکتیا او پکتیکا کې میشت دي. دا هغه ځانګړي ملیشه ده چې د مستقیماً د بهرنیو تر قوماندې لاندي عملیات کوي او په اړه یې ویل کیږي چې افغان دولت هیڅ کنټرول نه ورباندي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x