افغانستان

ولسي جرګه؛ برېښنايي تذکرې او د افغانستان پر نوم ناندرۍ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د برېښنايي تذکرو د وېش اړوند بحث کې، ځينو وکیلانو د افغانستان پر نوم هم برید وکړ.

د ولسي جرګې غړي عبداللطیف پدرام وویل، له دې وروسته به يې ټول تمرکز پر دې وي، چې افغانستان بېرته پر خراسان بدل کړي.

هغه وویل د افغانستان په نوم کې قومي رېښه نغښتې او دا د ټولو قومونو شریک نوم نه بلل کېږي.

د ولسي جرګې بل غړي عبدالستار درزابي بیا وویل چې د افغانستان د اساسي قانون د بدلون لپاره باید کار وشي، چې په پایله کې د افغانستان نوم بدل او په وینا يې د ملت سازي په لوري باید ګامونه واخیستل شي.

ګڼو وکیلانو د دې غړو پر وړاندې توند غبرګون وښود، عبدالقادر ځاځي وویل دا افغانستان دی، که څوک يې خراسان بولي نو باید د ولسي جرګې غړیتوب يې لغوه اعلان شي.

هغه وویل څوک چې ځان ته افغان نه وايي، ښه به وي چې له خراسان څخه د خراسان ولسي جرګې ته ځان نوماند کړي.

عبدالرحیم ایوبي بیا د عبداللطیف پدرام او داعش ډلې خراسان شریک وباله او ويې ویل؛ د دوی غوښتنې سره یو ډول دي.

په برېښنايي تذکرو کې د قوم ذکر هغه ناندرييزه مسئله بلل کېږي چې د ولسي جرګې غړو شخصاً د محمد اشرف غني له لوري د قومونو تر منځ د تفرقې اچولو دام وباله.

سید نادرشاه بحر وویل، په دې ډول سره محمد اشرف غني د افغانستان د قومونو تر منځ هغه د کرکې تخم وکاره، چې پایلې به يې ډېرې بدې وي.

محمد اشرف غني تېره اوونۍ د برېښنايي تذکرو د رسمي وېش پرانیسته وکړه، خو د عبدالله عبدالله او د دوی ګوند يې کلک مخالفت وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني وویل، دی افغان نه دی او په وینا يې پر دوی کاذب هویت تپل شوی دی.

په برېښنايي تذکرو کې د افغان، اسلام او قوم لیکل هغه ناندریزې نقطې وې، چې د هېواد د قومونو تر منځ د حکومت د نفرت اچولو لوی دام بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x