افغانستان

نېکولسن روسيې ته په روانه جګړه کې د ګډون وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن وړاندیز کړی چې واشنګټن او مسکو دې دلته ګډ کار وکړي.

نیوزیک مجله د نېکولسن په حواله وايي چې امریکا او روسيه دې خپل اختلافونه لرې کړي او په افغانستان کې دې روانه جګړه کې یو بل ته اوږه ورکړي.

Nekolsan-day-
نېکولسن؛ د بهرنیانو عمومي قومندان

مجلې له نوموړي د طالبانو او روسيې د اړیکو په اړه پوښتلي، خو ده يې له تاییده انکار کړی او ويلي يې دي، اورېدلي يې دی چې مسکو د طالبانو ملاتړ کوي، خو دی يې نه شي تاییدولی.

نېکولسن په داسې حال کې روسيې ته هم په افغان جګړه کې د شریکېدو وړاندیز کوي، چې لوېدیځې رسنۍ روانه جګړه له بن بست سره مخامخ بولي.

ګارډين، تېره اوونۍ په یوه مطلب کې ویلي و، د افغانستان جګړه داسې ځای ته رسېدلی چې نه يې امریکا ګټلی شي، نه يې درولی شي او نه يې هم پرېښودلی شي.

یاده دې وي روسيې وخت پر وخت په افغانستان کې د امریکا پر سیاست نیوکه کړې او د داعش وسله والو په ملاتړ يې تورنه کړې ده.

افغان چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، معلومه نه ده چې ارګ به د نېکولسن د وړاندیز خلاف زړه وکړلی شي، که به يې هرکلی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

افغان چارواکی نه افغان غلامان ورته وایی، د غلامانو کار دا چه د څه ویلو یا څه کولو ورته وویل شی هغه باید ووایی او هغه تر سره کړی ، که افغان چارواکی وی نو افغان چارواکو به لمړی دا خبره کړی وی نیکلسن لمړی دا خبره کوی روسانو ته په دی چګړه کی د سوریی په شان د ګډون وړاندیز او ننواتی کوی او په دی کار دوه ګټی لری روسان بیا د افغانانو سره په هماغه جنګ کی ننباسی چه مات شوی وو او پله ګټه یی دا چه امریکا به له افغانستان پښی سپکی کړی لکه سوریه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x