fbpx

لغمان: چاودنه کې ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د لغمان ولایت په مرکز کې د چاودنې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، چاودنه نن غرمه مهال د مهترلام ښار په یوه مارکېټ کې وشوه.

ځواک وايي په پېښه کې دوه ماشومان، پینځه مېرمنې او څلور سړي ټپیان شوي دي.

هغه يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ویل دوی د چاودنې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د