fbpx

مشرانو جرګه: که د جاکارتا ناسته کې جګړه حرامه وبلل شي؛ لویه لاسته راوړنه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د مشرانو جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي وايي که په جاکارتا کې د علماوو ناسته د امریکا او حکومت پر خلاف د جګړه کوونکو پر ضد فتوا ورکړي، لویه لاسته رواړنه به وي.

دغه ناسته چې د پاکستان، افغانستان او اندونزیا د علماوو له لوري د اندونزیا په مرکز جاکارتا کې جوړېږي، راتلونکې جمعه يې دقیقه ورځ ښوودل شوې ده.

د مشرانو جرګې مرستیال وايي افغان علماء باید له دې فرصته ګټه واخلي، هغه بې له دې چې دیني نصوصو ته اشاره وکړي وايي دوی باید د نورو هېوادونو علما‌ء پر دې قانع کړي چې د امریکا او افغان حکومت پر خلاف جګړه کوونکي د اسلام لپاره جګړه نه کوي.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي:«راځئ په صداقت سره همکاري وکړو، چې عالمان د نظام د مخالفینو پر ضد فتوی صادر کړی، که دغه کار وشي، زه فکر کوم دا به یوه لاسته راوړنه او بریالیتوب وي.»

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک چې اوس په جاکارتا کې دی، وايي دې ناسته کې به د افغان جګړې په اړه بحث وشي.

ټاکل شوې چې د اندونزیا ناسته کې د افغان حکومت له لوري ۲۰ علما‌‌ء، همدومره له پاکستانه او پخپله د اندونزیا هېواد علما ګډون وکړي.

د دې ناستې په اړه د بهرنیانو عمومي قومندان جنرا نېکولسن هم د مشرانو جرګې د مرستیال نظر ته ورته څرګندونې کړې وي.

نېکولسن ویلي و، دوی د داسې ناستو په وسیله غواړي پر طالبانو فشار ډېر کړي او د دوی پر ځای يې افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.

د شنونکو په باور د ناستې تر پیل وړاندې يې په اړه دا ډول څرګندونې دا په ډاګه کوي چې دا ناسته به د افغان جګړې په اړه کوم تاثیر ونه لري.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

حیرانوونکی ده !!!!!!!!!!!!! لمړی : تر دی کچی د کابل غلامان او باداران په جیغو او ننواتو دی ، ترڅو له علماوو د جنت کالی وباسی بربند یی کړی او د قران خلاف فتوی ورباندی د طالبانو په ضد صادری کړی . د دی فتوی د پاره خو اړه ده چه ووایی په دی قرن کی د جهاد حکم منسوخ شوی او دجال حق لری هر چیری چه وغواړی او د هر چا میرمن ته که میرمن وایی د قضای مصونیت په اخستلو ترلاسه کولای شی . مګر پوښتنه داده چه دوی ولی دغه فتوی تر لاسه کوی ؟ په… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ښاغلی اسحق د پورته تبصرې په هکله فقط یو لنډ عرض:
زه هم اسحق صاحب غوندی څه کم څلور لسیزی له وطنه لیری یم خو دومره معلومات لرم چه افغان ؤلس او عادی خلګ که د خارجانو څخه په تنګ وی په همهغه پیمانه د طالبانو څخه هم په تنګ دی البته د کومی ګوچنۍ یا پراخی سیمی نیول او پر هغې حاکمیت به هیڅکله د طالب د مشروعیت یا خلګو د رضائیت په معنی وی.

غوربندی
میلمه
غوربندی

غ. حضرت صاحب د نفس او شیطان په غوشتنه له لمانځه هم سړی تنګیژي. وولس که له طالبه ستړی دی معنی دا چې خپله طالب چې د وولس له متن څخه دی، له ځانه ستړی دی خو دا چې دا جګړه پر وولس تپل شوې او له مقاومت پرته بله لار نشته نو صبر پکار دی تر څو الله ج خپل نصرت او فتح ولوروي. زه دا دعوی هم نلرم چې وولس په طالبانو خلاصه کړم، اربکیان هم د وولس له متن څخه دي، اخوانیان هم، دوستمیان هم، خو مونږ پکې هغه خوښوو چې ظاهرا خدای ج ته خوښ او… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

د دیموکراسۍ هوا وهلي د جاګارتا فتوی ته په تمه دي چې ګوندې د طالبانو جګړه تحریم کړي.

ددې مثال داسی دی لکه د چا چې باد مات شي او بیا د ملا د فتوی په تمه چې ګواکي د لمانځه اجازت به ورکړي، پلترۍ ( چارزانو) ووهي.