فراه: پولیسو په لس افغانۍ موټر چلوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د فراه ولایت په فراه رود سیمه کې د لارې پر سر د پوستو پولیسو د لس افغانیو له ورکړې د انکار له امله یو موټر چلوونکی وژلی.

بصیر؛ چې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اوسېدونکی و، د تېلو شخصي ټانکر يې پر دې لویه لاره روان کړی و، چې له پولیسو سره له لفظي جنجال وروسته هغوی پرې ډزې وکړې او ويې واژه.

د حبیب شاه ارین په نوم یو تن د بصیر له تصویر سره پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «په فراه کې ولایت کې يې د تېلو غټ ټانکر چلاوه، موټر يې هم شخصي و، د فراه ردو په سیمه کې د دولتي عسکرو له خوا د لس افغانو پر سر ووژل شو.»

Basir-sharan1

بصیر پر لویه لاره

د بصیر د کلیوالو په وینا هغه د همدې ټانکر او موټروانۍ په وسیله خپله ګوزاره روانه کړې وه، خو پولیسو د لس افغانیو د انکار له امله وواژه.

د فراه ځايي امنیتي مسؤلینو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو په دې ولایت کې د تېرې شوې لويې لارې پر سر د پوستو له پولیسو تر دې وړاندې هم شکایتونه شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا – غزني پر لویه لاره هم موټر چلوونکو د پولیسو پرضد لاریون وکړ او ويې ویل چې هغوی له شلو افغانیو د انکار په صورت کې هم پرې ډزې کوي.

په ورته وخت کې د کندهار – روزګان په لویه لاره موټر چلوونکو د پولیسو پر ضد د اعتراض په توګه دا لاره د یوې اوونۍ لپاره تړلې وه، خو کندهار کې ځايي چارواکو يې غږ وانه وريد.

د لویو لارو موټر چلوونکي د امنیتي ځواکونو چلند او چور د پاټکونو د وخت تکرار بولي او اندېښنه ښيي چې که حالات داسې دوام وکړي خلک به له دولت سره شته اړیکه هم وشلوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د