د بي‌بي ګل (رولاغني) تر افغاني تذکرې

اکرام الدین کامل

پرون ولسمشر غني د الیکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ رسماٌ پیل کړه. پر فیسبوک یو شمېر خلکو د ولسمشرغني د لبنان الاصل مېرمنې د افغاني تابعیت اخېستلو په اړه د قانون پوښتنه کوله. نن مې یې په اړه مطالعه وکړه، تاسو ته یې لنډیز لاندې لیکم.

د تابعیت قانون په لومړي ځل په ۱۹۲۲ کې تصویب شو، وروسته څو څو ځل دغه قانون تعدیل شوې دی. وروستی قانون چې تر دې دمه نافذ دی «د افغانستان اسلامي امارت د تابعیت قانون» دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال (۲۰۰۰ز کال) تصویب شوې دی.

د دغه قانون له مخې افغاني تابعیت د درې عامو لارو څخه تر لاسه کېدلای شي:

۱- ارثي (Descent) یعنی ماشوم له افغاني مور و پلار څخه وزیږیږي او د وینې له لارې افغاني تابعیت ورته انتقال شي.

۲. زیږیدنه (Birth) یعنی چېرې چې ماشوم وزیږیږي د هغه ځای تابعیت ورکول کیږي.

۳. د طبیعي کیدو پر وخت (Naturalization) یعنی یو کس په افغانستان کې وخت تیر کړي، د خلکو له عاداتو او رواجونو سره بلد شي او بیا د افغانستان د تابعیت رسمي غوښتنه وکړي.

په افغانستان کې د تابعیت تر لاسه کولو لپاره تر ټولو مهم اساس د وینې حق یا Jus sanguinis دی. د دغې اصطلاح مانا داده چې یو ماشوم د ځمکې پر سر هر ځای وزیږیږي، تابعیت د مور و پلار اخلي. د افغانستان د تابعیت د قانون ۹ (۲) مادې له مخې هر هغه څوک چې د افغاني مور و پلار څخه وزیږیږي، د افغانستان تبعه بلل کیږي. دا که د افغانستان په قلمرو کې وي یا هم په بهر کې.

دوهم ډول په افغانستان کې د ماشوم زیږیدل دي، دې ته Jus soli هم وايي. یو ماشوم چې د افغانستان پر خاوره وزیږیږي او غواړي چې په افغانستان کې تر اتلس کلنۍ وروسته دایمي اووسیږي، د افغانستان تابعیت ورکول کیږي خو شرط دادی چې تر اتلس کلنۍ وروسته تر شپږو میاشتو پورې د بل هېواد د تابعیت غوښتنه ونه کړي. البته د دیپلوماتانو او نړیوالو سازمانونو بچیان د دغې مادې له حکمونو مستثناء دي. (۱۳مه ماده)

بل هغه ماشوم چې په افغانستان کې زیږیدلي وي خو والدین یې نامعلوم وي او معتبر سندونه هم موجود نه وي دغه ماشوم هم د افغانستان تبعه ګڼل کیږي. (۱۲مه ماده)
د تابعیت اخېستلو درېیمه لاره غوښتنلیک ورکول دي. دې ته Naturalization هم وايي. د دې اصل له لارې یوبهرنی شخص کولای شي چې د «نژادي، ژبني، جنسي او د تحصیل د اړیکو» په پام کې له نیولو پرته د افغانستان تابعیت واخلي. دغه کسان باید څو شرایط پوره کړي: لومړی د اتلس کلنۍ عمر بشپړول، دوهم د تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وړاندې کول، درېیم په افغانستان کې پنځه کاله اوسیدلی وي او څلورم په افغانستان کې د اوسېدو پر مهال یې جنایت نه وي کړی.

د تابعیت ترلاسه کولو بله لاره د افغانستان له یوه تبعه سره د «اسلامي شریعت [د حکمونو] سره سم» واده کول او د تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وړاندې کول دي. د دوی په اړه هغه شرایط چې پورته موږ ذکر کړل په پام کې نه نیول کیږي، البته پخوانی تابعیت به ترک کوي. (۷مه او ۱۸مه ماده)

د ولسمشرغني د مېرمنې په تړاو دا وروستی ډول یعنی له یوه افغان سره د شریعت د حکمونو سره سم واده کول، عملي کیږي. هغې له یوه افغان تبعه سره واده کړی دی او شاید په دې تړاو له ټولو قانوني پروسیجرونو څخه هم تېره شوې وي. دا چې پخوانی تابعیت يې پريښی دی که نه؛ دا لا څرګنده نه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د