ورزش

آی پي ایل: راشد خان یو ځل بیا غوره توپ اچونه وکړه او دوه ویکټې یې واخیستې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې راشد خان د دهلي لوبډلې په وړاندې پخپل څلورم اور کې دوه ویکټې ترلاسه کړې، چې یو یې په ښه ډګر ساتنه رن اوټ او بل یې ایل بي ډبلیو اوټ کړ.

نوموړی وتوانېد په ننۍ لوبه کې دوه ویکټې واخلي چې همدا ډول د آی پي ایل په روانو سیالیو کې درېیم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو، چې په ۹ سیالیو کې یې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.

ننۍ لوبه کې دهلي پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې په شل اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۳ منډې جوړې کړې، او د راشد خان لوبډلې ته یې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

ددوی لخوا ځوان لوبغاړي پریتیو شا غوره لوبه ترسره کړه چې په ۳۶ توپونو یې چټکې ۶۵ منډې جوړې کړې او په پای کې د راشد خان لخوا کیچ اوټ کړل شو.

راشد خان په خپلو څلور اورونو کې په ۵.۷۵ اکانومي اوسط يوازې ۲۳ منډې ورکړې او  دوه مهمې ویکټې یې واخیستې، همدا ډول یو لوبغاړی دده د ترو په مرسته رن اوټ هم شو.

له راشد خان پرته یوازې سیدارت کول یوه ویکټه واخیسته چې بل هیڅ لوبغاړی په ویکټ اخیستلو بریالی نشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x