fbpx
جنرال رازق له خپلو بهرنیو «دوستانو» سره

کندهار: د جنرال رازق پر کور ډله ییز برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار په سرحدي ولسوالي بولدک کې د امنیه قومندان جنرال رازق کور ته نیژدې چاودنه او بیا جګړه تر سره شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو سره سم په سپین بولدک کې د امنیه قومندان جنرال رازق کور ته لومړی د موټر سایکل په واسطه سرتیری برید شوی او بیا دوو تنو نورو بریدګرو د کور پر ساتونکو ډزي کړي او جګړه پیل شوې ده.

جنرال رازق ویلي چې د پيښې پر مهال په کندهار ښار کې وو او کورنۍ ته یې هم زیان نه دی رسیدلی.

ویل کیږي چې جګړې تر یوه ساعته دوام کړی او په ترڅ کې يې د بریدګرو په ګډون ۴ تنه پولیس مړه او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

د امنیه قومندان سکرتر غورځنګ افریدي رسنیو ته ویلي چې سرتیري بریدګر ۳ تنه وو او په وینا یې ددوی په برید کې یوازي ۲ تنه پولیس ووژل شول. خو نورو سرچینو ویلي چې څلور پولیس مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د برید مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

فکر کوم د هغه حوزی مجاهدین رهبری استخباراتی څانګی لږ څه کمزوری راته ښکاری . زما وړاندیز ورته دادی چه رازق هلکو په لمړی ، دوهم او یا بلاخره اخر صف ساتونکی کی جاسوسان پیدا کړی چه د رازق د هری شپی راپور ورته ورکړی او بیا دوی د هغه ځای د شرایطو له مخی تیاری ونیسی وړونکی جنګ ترسره کړی او لا هماغه عسکر که استشهادی یا مخامج چنګ ته اماده وکړی هغه خو به تر تولو موفق عمل وی مګر ستونزمن کار دی چه هلته داسی څوک بیدا کړی لږ ترلږه داسی څوک پیدا کړی چه دوی ته… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

بیانزی صاحب.څومره ………….. قومانده د ورکړیده،امریکایان د بیسونو څخه د مرګ،بمبار قومانده ورکوی،او ته له امریکا څخه.،راشه افغانستان ته،او دا استشهاد ته وکړه،ته موږ ته له امریکا څخه قومانده مه راکوه.دلته راشه ،دا ګز او دا میدان

غازي
میلمه
غازي

داگز او دا ميدان يو چېري په ډاگه ماليدلي تازه دې شې

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د رازک مازک په وژلو وطن نه آزادیږی او نه هم آبادیږی او نه هم د وطنوالو قتلول کوم ثواب او صواب کاردی. وسله وال طالب دی سم د سړی د زوی غوندی یا د حکومت سره سوله وکی او په سیاسی ډګر دی ور ګډ شی یا دی د رشتیا جنګ ته مخه کی او فقط د خارجیانو د فرقې مخی ته دی غزا وکی څو هغوی مات شی چه البته د هغوی د ماتی سره به رازک مازک غوندی خپله مات او تسلیم او حکومت او دولت او ملت او هر څه به د طالب لاسته ولوېږی او… نور لوستل »

افریدی
میلمه
افریدی

ځدران صاحب سمه ده ، لکم دینکم ولی دین بیانزی صاحب به ستاسی فرموده او قومانده ومنی

غوربندِي
میلمه
غوربندِي

غ. خضرت صاحب وایي کلونه مخکې شمالي ولایاتو کې څو تنه ملګري سره راټول او داسې یو ملي افغاني پلان باندې یې هوکړه وکړه چې په وسلوال جهاد به لاس پورې کوي خو ټارګټ به یې فقط او فقط امریکایان وي، چا پیسې واچولې. چا له کوره زور ټوپک، چا مهمات راپیدا کړل،،،، خلاصه د کلام له استعداد وروسته د بګرام د اډې و خواته یې پلان جوړ کړ چې په امریکایانو برید وکړي،،، چې کله هم له کلي ووتل پر لاره د ملي اردو د قهرمانو ځواکونو تر څار او بالاخره انداخت لاندې راغلل،،، دوه تنه یې په کې… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

داخو ډیر ښه کار شوی دی ای کاش چی دا د امریکایی بچی وی او پکی موردار شوی وای انشاالله چی ډیر ژر به دا لعین خپل سر وخوری او د دوزخ کندوته به ولویږی.