نړۍ

کوټه: د سکرو په کان کې ۱۶ مزدوران وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کوټې ښار په مارګټ سیمه کې د سکرو درې کانونه کښېنستلې چې له امله یې دننه په کار اخته ۳۰ کسان بند پاتې شوي چې له هغو څخه یې اقلا ۱۶ تنه وژل شوي دي او یو شمېر نور لادرکه دي.

د کوټې د پولیسو مشر جاوید انور شاهواني رسنیو ته ویلي چې د پيښې پر مهال ۲۳ تنه مزدرانو په کانونو کې دننه کار کوی چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې او د ژغورنې عملیات پيل شوي دي.

بلخوا چیف انسپکټر مائز افتخار احمد ایکسپریس نیوز ته ویلي چې د پيښې پر مهال ۳۰ تنو مزدرانو په کان کې دننه کار کاوه، چې له امله یې تر اوسه د ۱۶ کسانو وژل تصدیق شوی او د نورو د ژغورنې چارې پيل شوي دي.

باید وویل شي چې د کوټې په شمول د پاکستان په مختلفو برخو کې د سکرو په کانونو کې د حفاظتي تدابیرو د کمښت او د کانونو د تنګوالي له امله مزدوران وژل کیږي.

د تیري میاشتې اپریل پر ۲۵مه نیټه هم د خیبر ایجنسي په باړه ولسوالي کي د کله خیل کلي په یوه کان کې دننه د ګیس د را ټولیدو له امله چاودنه وشوه چې له امله یې په کان کې دننه په کار اخته د اتو تنو کارکوونکو څخه شپږ تنه ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x