افغانستان

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء ریس استعفا ورکړه

څو شېبې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء ریس ضیاء الحق امرخېل په یوه مطبوعاتي خبري ناسته کې استعفا ورکړه.
نوموړي په دې ټینګار کاوه، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم له لوري خپرې شوې خبرې په ده پورې هیڅ اړه نه لري او نه هم د نوموړي په استعفا کې یادې خبرې کوم تاثیر لري.

 د امرخېل په خبره نوموړی یواځې دحالاتو د بحراني کېدو د مخنیوي او په هېواد کې د ملي ګټو د خوندیتوب په خاطر استعفا ورکوي.
د نوموړي په خبره د ټاکنو په بهیر کې ولسمشر حامد کرزي هیڅ ډول مداخله نه ده کړې، مګر ځینو لوړپوړو امنیتي چارواکو پرلپسې مداخله کړې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني د امرخېل په استعفا خواشيني وښوده او په ټاکنیزه پروسه کې يې د نوموړي ښه کار وستایه.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء ریس ضیاء الحق امرخېل وروسته له هغه استعفا ورکړه چې تېره ورځ د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم له لوري نوموړي ته منسوب غږیز کلیپ خپور شو، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي له پلوي سره خبرې کوي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو له څو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او د هېودا په ځینو شمالي ولایتونو کې د امرخېل د لرې کېدو په خاطر لاریونونه کول، چې د همدې لاریونونو پر مټ يې د کندوز ولایتي ټاکنیز دفتر وتاړه. په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي مسوول وايي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو د دولتي امنیتي ځواکونو په ګډون د دوی د دفتر د تړل کېدو امر وکړ.
پر دې سربېره د ډاکټر عبدالله عبدالله د پلویانو په لاریونونو کې ډېرو عامو وګړو ته هم مالي زیانونه واوښتل او د ځینو د موټرو او دوکانونو شیشې ماتې شوې دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ګواښ کړی و، چې تر څو امرخېل له دندې ګوښه نه شي، دوی ته به د ټاکنو شمېرل او پایلې بې معنی وي.
بل پلو نا تاید شوي راپورونه وايي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس ضیاء الحق امرخېل تر استعفا وړاندې نن سهار ارګ ته غوښتل شوی له راتګ وروسته يې استعفا ورکړه.
تر اوسه نه ده معلومه چې د امرخېل له استعفا وروسته به د ډاکټر عبدالله عبدالله غبرګون څه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x