د فوټبال په نړۍ کښې نوی مسلمان ستوری

فضل الله فضلي

محمد صلاح مصری مسلمان لوبغاړی دی او د فوټبال په اوسني دور کي یې چټک پر مختګ کړی دی.

نوموړی اوس مهال د مصر ملي لوبډلي او د لېورپول په نامه د یوه انګلستاني کلب سره لوبې کوي، چې اوسمهال یې خپله لوبډله د اروپا چمپينز لیګ پایلوبې ته ورسوله (دغه لوبه به د ریال مدرید پر وړاندې د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کیږي).

هغه د خپل استعاد پر اساس په چټک ډول د نړۍ دوو پیاوړو لوبغاړو کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي ته ځان رسولی.

اوس مهال یې د مصر ترڅنګ په نړۍ کي زیات مینوال پیدا کړي دي.

د هغه یوښه خاصیت دادی، چي د بریا وروسته هغه خپل رب ته د شکرانې سجده اداء کوي.

نوموړي خپله انګلستانۍ لوبډله د اروپا دفوټبال غوره لیګ نیمه پایلوبو ته ورسوله او د روما لوبډلي ته یې ماتي ورکړه، چې په دې سره د نړۍ قوي لوبډلي ریال مادريد سره پای لوبي ته ووتله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د